امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې د منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو څخه ووځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له امریکایانو غوښتي چې د “جدي امنیتي خطرونو” له امله د منځني ختیځ ۱۴ هېوادونه پرېږدي، ځکه چې د امریکا او اسراییل ګډ پوځي عملیات د ایران د رژیم پر ضد څلورمې ورځې ته داخل شوي دي.
د قونسلګرۍ د چارو مرستیالې وزیرې مورا نامدار د ایکس په ټولنیزې شکبې په یوه بیان کې، وویل چې وزارت او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو امریکایانو ته وايي چې له بحرین، کویټ، مصر، لبنان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، عمان، عراق، اردن، سوریې، ایران، یمن او اسراییل، او همدارنګه د اردن د سیند له لوېدیځې غاړې او غزې څخه “سمدستي ووځي”.
پیغام کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت مرسته برابروي او امریکایانو ته یې ویلي چې “د سوداګریزو او ملکي شرکتونو په وسیله دي ووځي”.
د نړیوالو عامه اړیکو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیلن جانسن وویل چې وزارت په فعاله توګه د هغو امریکايي اتباعو لپاره پوځي الوتکې او چارټر الوتکې برابروي چې غواړي له منځني ختیځه ووځي.
هغه وویل چې وزارت له نږدې ۳۰۰۰ امریکایانو سره چې په بهر کې دي، مستقیم تماس نیولی دی.
ددې امنیتي حبرتیا نه څو ساعته وروسته، د سعودي حکومت وویل چې ایراني بېپیلوټه الوتکو په ریاض کې د امریکا سفارت په نښه کړی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا برید “بزدلانه او بېدلیله” وباله.
وزارت وویل: “د دوي شاهي نظام خپل بشپړ حق بیا تأییدوي چې د خپل امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د خپلو اتباعو، اوسېدونکو او حیاتي ګټو د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي، په دې کې د تیري پر وړاندې د ځواب ویلو انتخاب هم شامل دی.”
په ریاض کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت برید تائید کړی او له خلکو یې وغوښتل چې “تر بلې خبرتیا پورې سفارت ته نږدې نه شي”.
د سعودي عربستان سفارت په جلا خبرتیا کې، ظهران ښار کې د “ توغندیو او ډورنونو د بریدونو” د ګواښ راپور ورکړی او امریکایانو ته یې وویل چې په ظهران کې قونسلګرۍ ته دې نه ورځي
د روانو سیمهییزو کړکېچونو له امله، په کویټ کې د امریکا سفارت وویل چې تر بلې خبرتیا پورې به ددوي دفترونه تړلی وي او ټول عادي او بیړني قونسلي ملاقاتونه یې لغوه کړي دي. همدارنګه، د لبنان په بیروت، کې د امریکا سفارت هم “تر بلې خبرتیا پورې” تړل شوی دی.
په قطر کې د امریکا سفارت له اتباعو په کلکه وغوښتل چې ووځي، او ټینګار یې وکړ چې “د زیات احتیاط له مخې او تر بلې خبرتیا پورې، په دوحه کې د امریکا سفارت عادي قونسلګري خدمات هم ځنډول شوي دي.”
روبیو په منځني ختیځ کې امریکايي اتباعو ته وویل چې وزارت یو ۲۴ ساعته فعال کاري ټیم چالان کړی چې د خوندیتوب او امنیت تازه معلومات وړاندې کوي.
کله چې په ریاض کې د امریکا پر سفارت د برید په تړاو د احتمالي غچ احیستنې په اړه وپوښتل شو، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د امریکا رسنۍ نیوز نېشن ته وویل: “تاسو به ژر پوه شئ.”
ټرمپ دا هم وویل چې هغه فکر نه کوي د امریکایي ځمکنیو پوځیانو استول به اړین وي.
فورم \ دبحث خونه