د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبیکستان د قره‌قالپاقستان د خودمختارۍ د محدودولو طرحه لغوه کړه


د اوزبیکستان ولسمشر د قره‌قالپاقستان د سیمې د مرکز د لیدلو پر وخت
د اوزبیکستان ولسمشر د قره‌قالپاقستان د سیمې د مرکز د لیدلو پر وخت

په قره‌قالپاقستان نیمه خپلواکه سیمه کې د اوزبیکستان په اساسي قانون کې د اصلاحاتو د طرحې په وړاندې د پراخو اعتراضونو وروسته د اوزبیکستان ولسمشر دغه طرحه لغو کړه او د یوې میاشتې لپاره یې په قره‌قالپاقستان کې بیړنی حالت اعلان کړ.

د اوزبیکستان د اساسي قانون د اصلاحاتو طرحې ددې سیمې حقوقي وضعیت ته تغییر ورکاوه.

د اوزبیکستان د ولسمشر میرضیایف، دفتر په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر "د هیوادوالو د امنیت د تامین کولو، د هغوی د حقونو او ازادیو څخه د دفاع او د قانون د حاکمیت د بیا ټینګیدو او نظم په خاطر" د یوې میاشتې لپاره د بیړني حالت فرمان صادر کړی دی.

قره‌قالپاقستان د اوزبیکستان په شمال لویدیځ کې پروت دی او په کې د قره‌قالپاقانو یو قومي اقلیت چې ځانګړې ژبه لري ژوند کوي. د اوزبیکستان د اوسني اساسي قانون له مخې دغه سیمه د اوزبیکستان دننه د یو خپلواک جمهوریت په توګه ګڼل کیږي او ددې سیمې خلک حق لري چې د یوې نظر پوښتنې له لارې د اوزبیکستان څخه جلا شي.

د اساسي قانون د تعدیل په طرحه کې چې اوزبیکستان غواړي د تصویب لپاره یې په راتلونکو میاشتو کې یوه ټولپوښتنه ترسره کړي د قره‌قالپاقستان د حاکمیت او د جلاتوب په اړه څه ندي ذکر شوي.

د قره‌قالپاقستان خلکو د جمعې په ورځ جولای لومړۍ نیته پر دې طرحې اعتراض وکړ او ددغو بدلونونو لغوه کیدل یې وغوښتل.

ددې اعتراضونو پر وړاندې د چټک غبرګون لپاره د اوزبیکستان ولسمشر میرضیایف د شنبې په ورځ د قره‌قالپاقستان څخه د لیدنې پر وخت وویل چې د وړاندیز شویو اصلاحاتو څخه باید ددې سیمې د وضعیت د بدلولو طرحه لرې شي.

د اوزبیکستان د اساسي قانون په اصلاحاتو کې چې د ولسمشر شوکت میرزایف له خوا یې وړاندیز شوی د قره‌قالپاقستان د وضعیت بدلون یواځې د موضوع یو اړخ دی. ټاکل شوې پدغو بدلونونو کې مدني حقونه پیاوړي کړای شي او د جمهوري ریاست دوره له پنځه کالو څخه اوه کالو ته وغځول شي.

که دغه عمومي نظرپوښتنه د اساسي قانون اصلاحات ومني د ښاغلي میرزایف د جمهوري ریاست دوره به وغځیږي او همداشان هغه ته به اجازه ورکړي چې د دوو نورو دورو لپاره هم ځان کاندید کړي.

په دغه راپور کې د فرانسې خبري اژانس له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG