د لاس رسي وړ اتصالات

ملت ته د ولسمشر ټرمپ وینا ته د ویرجینیا والۍ د مخالف ګوند غبرګون څرګندوي

د امریکا د ګانګرس ماڼۍ
د امریکا د ګانګرس ماڼۍ

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په شپه د کانګرس ګډې غونډې ته خپله کلنۍ وینا وکړي.

سپینې ماڼۍ د وینا د احتمالي موضوعاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، چې ولسمشران معمولا د خپلو د لاسته راوړنو د روښانه کولو او د سپینې ماڼۍ د پالیسۍ د نوښتونو لپاره د قانون جوړونکو د هڅولو لپاره کاروي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ټرمپ وینا "به ډیره ښه او پیاوړې وي، نو هرڅوک باید دا وینا وګوري."

په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ پر ایران باندې د احتمالي پوځي اقدام په اړه غور کوي او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې روانې دي، ښایي د متحدو ایالتونو اقتصاد د بحث یوه موضوع وي.

د ډیموکرات ګوند د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ویرجینیا ډیموکراټه والۍ ابېګېل سپنبرګر به د سې شنبې په شپه د ټرمپ د وینا په اړه د ډیموکراټ ګوند ځواب وړاندې کړي.

سپنبرګر په یوه بیان کې وویل: "امریکایان د مخ په زیاتیدونکي لګښتونو، په خپلو ټولنو کې د ګډوډۍ او د هغه څه په اړه چې هره ورځ ورسره مخ کیږي، د ریښتینې ویرې سره لاس او ګریوان دي."

سپنبرګر د نومبر په میاشت کې ټاکنې وګټلې، او د ویرجینیا لومړۍ ښځینه والۍ شوه. سپنبرګر د سي آی اې د افسرې په توګه هم سابقه لري او درې دورې یې د متحدو ایالتونو د استازو په جرګه کې دنده ترسره کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG