د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د طالبانو سره د خبرو په اړه خپل پخوانی دریځ تکرار کړی


د امریکا د بهرنو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاندې دغه څرگندونې د نیویارک ټایمز د هغه راپور په عکس العمل کې کړیدي چې وایي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو دپلوماتانو ته ویلي د افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل لپاره اقدامات وکړي.

د بهرنو چارو د وزرات ویانده زیاتوي "امریکا د افغانستان د حکومت سره په هغه هیواد کې د سولې د بهیر د پرمختگ لپاره هره لاره چاره ارزوي. د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه به خبرې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ کیږي."

د یکشنبې په ورځ د هغې نه وروسته چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه رپورټ خپور کړ، په افغانستان کې دننه او د باندې یې سخت بحثونه وپارول.

د دغه راپور د خپریدو نه وروسته د افغانستان د سولې شورا په مشروط ډول د دغه اقدام هرکلی کړ او ویي ویل چې باید د طالبانو سرخ هر ډول مذاکرات د افغانانو په مشرۍ وي.

XS
SM
MD
LG