د لاس رسي وړ اتصالات

ایران سره د جګړې د مخنیوي هیلې؛ د تیلو قیمت ټیټ او د ونډو ارزښت لوړ شوی

د اینټل شرکت ۱۳ سلنه بې ساري ګټې د نسډک د ونډو ارزښت لوړ کړی دی.
د اینټل شرکت ۱۳ سلنه بې ساري ګټې د نسډک د ونډو ارزښت لوړ کړی دی.

په متحدو ایالتونو کې د تیلو بیې ټیټې شوي او د ونډو ارزښت لوړ شوی دی. پانګه والو هیله ښودلې چې په هرمز تنګي کې تازه تاوتریخوالی به د امریکا او ایران تر منځ د پراخې جګړې لامل نشي.

د برینټ نړیوال شاخص د خامو تیلو بیه تقریبا څلور فیصده کمه شوې او یو بیرل په ۱۰۹ ډالر پلورل کیږي. د لویدیځ ټکساس د خامو تیلو نرخ هم څه کم څلور سلنه ټیټ شوی او د یو بیرل قیمت ۱۰۲ ډالر ته رسیدلی دی.

د اینټل کمپیوټري ټکنالوژۍ په ګټه کې، په بې ساري ډول د ۱۳ سلنې زیاتوالي په نتیجه کې د نسډک د ونډو ارزښت یو فیصد لوړ شوی دی. د ډاو جونز صنعتي شاخص ارزښت ۰.۷ سلنه او د ایس اینډ پي ۵۰۰ شاخص ۰.۸ سلنه لوړ شوی دی.

بل خوا، متحدو ایالتونو ویلي چې تهران هغه اوربند نه دی مات کړی چې د څلورو اونیو راهیسې نافذ دی. واشنګټن ویلي، د ایران بریدونه «له ټاکلې کچې ډیر ټیټ وو.» دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو پوځ د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې د ایسارو شویو بیړیو د ایستلو لپاره د ازادۍ پروژې په نوم عملیات پیل کړي او په دې ترڅ کې یې د ایران څو بیړۍ ډوبې کړي دي.

د هرمز تنګي تړل کېدو په نړیواله کچه د ډیرو صادراتي توکو د لیږد مخه نیولې ده. د نړۍ شاوخوا ۲۰ فیصده خام تیل او ۲۰ فیصده مایع ګاز، چې زیاتره یې اسیایي هېوادونو ته ځي، له همدې لارې تیريږي.

په متحدو ایالتونو کې د پیټرولو قیمت په تیرو څلورو کلونو کې تر ټولو زیات لوړ شوی او په اوسط ډول د یو ګېلن قیمت ۴.۴۸ ډالر ته رسیدلی دی. دا د فبروري په ۲۸مه د جګړې د پیل راهیسې د تیلو په قیمت کې ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د بحران له پای ته رسېدو سره به د تیلو قیمتونه هم ټیټ شي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ هم دا اونۍ د فاکس تلویزیون سره په مرکه کې همدا خبره وکړه. هغه دا لوړ قیمتونه «موقتي نوسان» وباله چې «په څو اونیو یا میاشتو کې به پای ته ورسیږي.»

بیسنټ وویل: «موږ متوجه یو چې په قیمتونو کې دا لنډمهالی بدلون د امریکا خلک اغیزمن کوي، خو زه ډاډه یم چې دا قیمتونه به ډیر ژر راټیټ شي. بحران به پای ته ورسیږي.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG