د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو د سپینې ماڼۍ مخې ته د "هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ" په نامه مظاهره وکړه


په متحده ایالاتو کې میشتو افغانانو شنبه اکټوبر ۸ (تلې۱۶) په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د "هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ" په نامه مظاهره وکړه.

په مظاهرې کې چې د ګډون والو شمیر یې سلګونو تنو ته رسیده، د هزاره ګانو تر څنګ د افغانستان نورو قومونو هم برخه اخیستې وه او د "هزاره نسل وژنه بنده کړئ" شعارونه یې ورکول.

د مظاهرو تنظیموونکو امریکا غږ ته وویل چې په واشنګټن ډي سي کې یې د راټولیدو هدف دا دی چې د متحده ایالاتو حکومت د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپیژني او د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

د واشنګټن تر څنګ ګڼ شمیر افغانانو په اسټرالیا، کاناډا او ځینو نورو هیوادونو کې وروسته تر هغه پراخې مظاهرې وکړلې چې د کابل په لویدیځ کې د کاج په نامه د زده کړو په مرکز ځانمرګي برید کې تر ۵۰ ډیر زده کوونکي ووژل شول او تر سلو ډیر ټپي شول.

په ټولنیزو شبکو کې خپرو شويو معلوماتو له مخې ټاکل شوې د نړۍ په ۵۰ هیوادونو کې د "هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ" تر نامه لاندې مظاهرې وشي.

افغان سندرغاړو فرهاد دریا او داود سرخوش هم په مظاهرو کې برخه اخیستې او د مظاهره چیانو سره یې ملاتړ څرګند کړی.

د مظاهرو تر څنګ بهر میشتو افغانانو په ټویټر، فیس بوک او نورو ټولنیزو شبکو کې هم د (هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ" هشټګ په کاروولو سره یو کمپاین پيل کړی.

د دشت برچې په سیمه کې د کاج په تعلیمي مرکز باندې د ځانمرګي برید وروسته پر هزاره توکمو باندې د بریدونو د دریدلو او غندنې لپاره د افغانستان په دننه او بهر کې پراخه لاریونوونه او د ټولنیزو رسنیو له لارې کمپاینونه شوي چې لړۍ یې لا هم دوام لري.

په ټویټر کې پر هزاره توکمو د بریدونو د بندیدو کمپاین نږدې شپږ میلیونو ته رسیدلی دی.

دا برید د جمعې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې اتم) شاوخوا اوه بجې هغه مهال وشو، چې د کاج د تعلیمي مرکز په دننه کې شاوخوا څلورو سوو زده کوونکو د کانکور ازموینې لپاره په یوه ازمیښتي ازموینه کې ګډون کړی و.

دا برید د ملګروملتونو دامنیت شورا په ګډون د نړیوالو ادارو او د نړیوالو شخصیتونو له خوا په پراخه کچه غندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG