د امریکا د لوڅو فلمونو ستورې سټورمي ډینیلز د ټوقو په یوې مشهور پروگرام چې 'د شنبې شپه' نومیږي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یو خاص پیغام ورساوه، هغې وویل "توپان در روان دی"

د لوڅو فلمونو دغه ستورې ادعا کوي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره یې په ٢٠٠٦ کال کې جنسي اړیکې لرلې او هغې ته یې یو لک او دیرش زره امریکایي ډالره ورکړیدي چې دغه راز پټ وساتي.

ډینلیز چې اصل نوم یې سټیفني کلفورډ دی، غواړي چې د راز پټ ساتلو د موافقې نه ووځي. هغې د ټرمپ په وکیل مایکل کوهن هم دعوی کړې چې هغه یې بدنامه کړیده.

ټرمپ دغه تورونه ردوي او وایي چې هغې ته د پیسو ورکولو د مسلې نه هم ناخبره دی.