د لاس رسي وړ اتصالات

د هرمز د تنګي جغرافیایي اهمیت

د هرمز تنګی
د هرمز تنګی

د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران بریدونه او د ایران له خوا د منځني ختیځ په نورو هېوادونو هوايي بریدونه د نړۍ پام د هرمز تنګي ته اړولی دی. دا پداسې حال کې ده چې د نړیوالو تیلو عرضه ګډه وډه شوې او بیې لوړې شوې دي.

د هرمز تنګی څه دی؟

د اوبو دا تر ټولو تنګه لاره چې شاوخوا ۳۳ کیلومتره پلنه ده او د ایران او عمان تر منځ موقعیت لري او د فارس او عمان خلیجونه سره نښلوي.

ولې دا لاره مهمه ده؟

د هرمز تنګی د منځني ختیځ څخه د تیلو د صادراتو لپاره یوه حیاتي لاره ده. د نړۍ شاوخوا ۲۰٪ تیل له همدې لارې تېرېږي.

د دې سیمې د تیلو د انتقال لپاره بدیلې لارې ډېرې کمې دي.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات داسې پایپ لاینونه لري چې کولای شي د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ ته اړتیا کمه کړي، خو د ددوی ظرفیت په ورځ کې له دریو میلیون بېرلو څخه کم دی، په داسې حال کې چې د امریکا د انرژۍ وزارت په وینا د هرمز تنګي له لارې شاوخوا ۲۰ میلیون بېرله تیل هره ورځ تېرېږي.

همدارنګه د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه مایع طبیعي ګاز هم د همدې تنګي له لارې انتقالېږي.

تیل چیرته انقالبږي؟

د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو تر څنګ، ایران، عراق او کوېټ هم د هرمز تنګي له لارې خپل تیل صادروي.

د تنګي له لارې د تیلو شاوخوا ۸۰ سلنه صادرات اسیا ته ځي، چې چین، هند او جاپان یې تر ټولو لوی پېرودونکي دي.

اوسنۍ شخړې په سیمه څه اغېز کړی؟

د تیلو صادرات درېدلي دي نو ورسره یې بیې هم لوړې شوې دي. ایران ګواښ کړی چې پر هرې هغې کښتۍ به برید وکړي چې د هرمز تنګي له لارې تېرېږي.

د بریتانیا د سمندري تجارت د عملیاتو اداره راپور ورکوي چې د فبرورۍ له ۲۸ نېټې راهیسې په تنګي او د هغې نږدې سیمو کې پر سوداګریزو بېړیو څو بریدونه شوي دي.

د ګواښونو له امله د بیمې شرکتونو د بار وړونکو کمپنیو لپاره د بیمې بیې ډېرې لوړې کړې دي او یا یې ختي ددوي بیمې لغوه کړې دي.

حکومتونه او د تیلو شرکتونه څنګه غبرګون ښيي؟
د عادي صادراتو د بهیر د بندېدو له امله، په عراق، کوېټ، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د تیلو شرکتونو په خپلو تولیداتو کی کموالی راوستی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی چې د بېړیو د بیمې په برابرولو کې به مرسته وکړي او یا به د امریکا سمندري ځواک سیمې ته واستوي چې د تیلو لېږدونکې بیړۍ د هرمز تنګي له لارې بدرګه کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم سیمې ته د سمندري ملاتړ د لېږلو امکان څېړلی چې په سیمه کې بیړیو ته په ازاده او خوندي توګه د تګ راتګ لاره هواره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG