د بریتانیا د دفاع وزارت د دغه هېواد له نږدې ۱۰۰ زرو احتیاطي پوځي منسوبینو سره اړیکه نیولې ده ترڅو د احتمالي جګړې په صورت کې د دندې لپاره چمتو واوسي.
د بریتانیا د دفاع وزیر، وس سټریټینګ، سکای نیوز ته ویلي چې د دې اقدام موخه د احتیاطي ځواکونو او پخوانیو سرتېرو د معلوماتو ارزونه ده، څو معلومه شي چې هغوی له پوځ څخه تر جلا کېدو وروسته کوم مهارتونه او تجربې ترلاسه کړې دي.
سټریټینګ ویلي، د هغو ګواښونو په پام کې نیولو سره چې بریتانیا او متحدین یې ورسره مخامخ دي، دا یو معقول اقدام دی. هغه زیاته کړه چې دا یو عادي بهیر دی چې له اوږدې مودې راهیسې نه و ترسره شوی، خو ټینګار یې وکړ چې دا چاره د نږدې جګړې نښه نه ګڼل کېږي.
له دې وړاندې د بریتانیا ټلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی و چې له ایران او روسیې سره د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله احتیاطي ځواکونو ته لیکونه استول شوي او له هغوی د ځینو شخصي معلوماتو غوښتنه شوې ده.
په دغو لیکونو کې پخوانیو بریتانوي سرتېرو ته دا فرصت هم ورکړل شوی چې په پوځي روزنو او تمرینونو کې په داوطلبانه توګه ګډون وکړي. په دغو تمرینونو کې د ناټو هغه پراخ پوځي تمرین هم شامل دی چې ټاکل شوې د ۲۰۲۷ کال په پسرلي کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، د سړې جګړې د پای ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د بریتانیا د ځمکني پوځ، شاهي سمندري ځواکونو او شاهي هوايي ځواکونو پخوانیو منسوبینو ته دا ډول لیکونه استول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه