د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي کې د پوځیانو پر جومات بمي برید


دا انځور په سعودي عربستان کې د شعیه گانو په جومات باندې د مې د میاشتې ځانمرگی برید دی
دا انځور په سعودي عربستان کې د شعیه گانو په جومات باندې د مې د میاشتې ځانمرگی برید دی

د سعودي عربستان په جنوبي ښار ابها کې نن پنجشنبې پر یو جومات چې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ځانگړي ځواکونه به ورته ورتلل، ځانمرگی بمي برید وشو.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو کسانو شمېر څه د پاسه '١٣' ښودلی دی چې ویل شوي په وژل شويو کسانو کې د هیواد په کورني امنیت کې د وسلو او تاکتیک په واحد کې د پولیسو زده کوونکي و.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې برید کې ٩ کسان ژوبل شوي چې د دریو کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د کورنیو چارو د وزارت یو ویاند ویلي دي چې د لومړنيو پلټنو پر اساس، برید کوونکی انتحاري واسکټ اغوستی و.

الاخباریه ټلویزیون ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه لس تنه یې امنیتي ځواکونه وو.

د دې برید مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو امکان شته چې د برید پړه د داعش پر غاړه ولویږي. دغې ډلې په وروستیو میاشتو کې په سعودي عربستان کې د څو نورو بریدونو پړه منلې ده.

نور بریدونه

یو ځانمرگي برید کوونکي د مې په میاشت کې د القدیحه په کلي کې د شیعه گانو په جومات کې ځان والوزاوه چې له امله یې ٢٢ کسان ووژل شول.

دا په سعودي عربستان کې په وروستۍ یوې لسیزې کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی و چې تر دې یوه اونۍ وروسته بیا د شیعه گانو پر بل جومات ځانمرگی برید وشو او په کې څلور کسان ووژل شول.

په نوامبر میاشت کې یو وسلوال کس د سعودي عربستان په الأحساء کلي کې اته کسان ووژل. د امنيتي ځواکونو څو تنه غړي هم د یو برید په ترڅ کې په نښه شوي و.

د سعودي عربستان چارواکو تېره میاشت د ترهگرو پرضد عملیاتو کې د ۴٠٠ مشکوکو کسانو د نیولو اعلان وکړ.

هغوی زیاته کړه چې په ورته وخت کې یې د سعودي عربستان په یوه جومات کې چې د ٣٠٠٠ لمونځ کونونکو گنجایش یې درلود، د داعش د ډلې دسیسې هم شنډې کړې.

سعودي عربستان د هغه ائتلاف مشري کوي چې پر گاونډي هیواد یمن باندې د ایران په ملاتړ حوثي شیعه یاغیان په نښه کوي. یمن د ابها له سیمې نه ډیر لرې ندی.

په یمن کې شیعه یاغیان څو ځلي د سرحد نه اووښتي او په سعودي عربستان کې یې پوځي ځایونه په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG