د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان د پوځ لوی درستیز د موقتي حکومت د پلان خبر ورکړ


د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان.
د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان.

د سودان د پوځ لوی درستیز، جنرال عبدالفتاح البرهان شنبه فبروري اتمه ( سلواغې ۲۰) وویل چې ژر به پدې هیواد کې موقتي حکومت جوړ شي.

ښاغلي برهان وویل چي نوی حکومت به "سرپرست یا د جګړې حکومت" وي اوز یاته یې کړه چې د دې حکومت غړي به خپلواک کارپوهان وي.

د سودان پوځي مشر زیاته کړه، " مونږ داسې یو حکومت غواړو چې د واک لیږد بهیر بشپړ کړي". هغه پدې هکله نور جزیات ورنکړل چې دا حکومت به څه وخت جوړیږي خو دا پریکړه یې داسې مهال اعلان کړه چې پوځ د ملیشو په خلاف په جګړې کې پرمختګ کړی.

جنرال برهان دا هم وویل چې د نوي حکومت اصلي هدف به دا وي چې د پاتې نظامي دندو په بشړیدو کې مرسته وکړي او دا چې ټول سودان د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو څخه پاک کړي.

هغه دیته هم اشاره وکړله چې حکومت ښایي داسې سیاسي بدلون راولي چې پدې هیواد کې د انتخاباتو کیدو ته شرایط برابر شي.

د سودان د پوځ لوی درستیز وړاندې وویل چې د نوي صدراعظم ټاکل کیدو لپاره به د اساسي قانون یو سند چمتو شي او دا ژمنه یې هم وکړله چې د صدراعظم په مسؤلیتونو او دندو کې به لاسوهنه نکوي.

په سودان کې د ۲۰۲۳ کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو پر بنسټ، لسګونه زره خلک په کې وژل شوي دي او نږدې ۱۲ میلیونه نور بې ځایه شوي.

د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

جنرال برهان د شنبې په ورځ پخپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تر هغه وخته به د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو سره خبرې اترې ونکړي، تر څو دې ډلې د پایتخت خرطوم، لویدیځ کوردوفان او جنوبي دارفور څخه خپل وسله وال ځانګړو ځایونو ته نه وي لیږدولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG