د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان د حکومت استازي د وسله والو مخلفانو سره د خبرو لپاره سعودي ته تللي


په سودان کې د روان کال اپریل د میاشتې راپدیخوا جګړه روانه ده.
په سودان کې د روان کال اپریل د میاشتې راپدیخوا جګړه روانه ده.

د سودان د حکومت یوې سرچینې شنبه جولای ۱۵ (چنګاښ۲۴) د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړه چې د حکومت استازي د سعودي عربستان د جدې ښار ته رسیدلي چې د چټک ملاتړ ځواکونو د استازو سره خبرې بیا پیل کړي.

په سودان کې څه باندې دوه میاشتې کیږي چې د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برحان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو تر منځ د واک پر سر جګړه روانه ده.

په سعودي عربستان کې د تازه خبرو په هکله ډیر جزیات ندي ورکړل شوي خو تر دې وړاندې هم د سعودي او متحده ایالاتو په منځګړتوب خبرې د تیرې جون په میاشت کې وروسته تر هغه وځنډول شوې چې د سودان په جګړې کې ښکیلو خواوو څو ځله د اوربند د موافقې څخه سرغړاونې وکړلې.

د سعودي عربستان او متحده ایالاتو چارواکو تر اوسه د خبرو بیا پیل کیدل ندي تائید کړي.

په سعودي عربستان کې ددې خبرو تر څنګ مصر هم د تیرې پنجشنبې په ورځ د دواړو خواوو تر منځ د منځګړتوب لپاره هڅې پیل کړي چې د پوځ لوی درستیز او د ملیشو مشر دواړو یې هرکلی کړی خو تر اوسه نده معلومه چې مصر به دا خبرې په کومې بڼې پر مخ وړي.

د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان د مصر سره نږدې اړیکې لري.

د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې د دې دواړو جنرالانو تر منځ جګړه پیل شوې څو ځله اوربندونه وشول تر څو جګړه پای ته ورسیږي خو دې هڅو تر اوسه ښکاره نتیجه نده ورکړې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په سودان کې د تازه جګړې له کبله څه باندې ۳ ملیونه وګړي بې کوره شوي چې ۷ سوه زره یې ګاونډیو هیوادونو ته کډې کیدو ته اړ شویدي.

په سعودي عربستان کې د خبرو بیا پیل کیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د شنبې په ورځ په یو روغتون باندې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې څلور عام خلک ووژل شول او څلور نور ټپي شول.

د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) هغه ملیشې دي چې د سودان پخواني دکتاتور عمر البشیر په ۲۰۰۳ کال کې د دارفور په سیمه کې د قومي اقلیتونو لخوا د پیل شوي بغاوت ځپلو لپاره وګمارلې.

پدې ډلې د ډله ایزې وژنې، جنګي جنایاتو او بشریت ضد جنایاتو تورونه لګول شویدي.

د سودان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا برید د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو کړی خو دې ملیشو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG