د لاس رسي وړ اتصالات

د سوډان اعتراض کوونکو د پوځي شورا وړاندیز رد کړ


د سوډان اعتراض موونکي

په سوډان کې د اعتراض کوونکو عمده ډلې د پوځي شورا هغه وړاندیز سره مخالفت کړی چې وایي د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې دې غیر پوځي حکومت جوړ شي.

دغه شورا چې د جمهوري ریاست نه د عمر بشیر د گوښه کولو وروسته د سوډان د دفاع وزیر په مشرۍ د هیواد د چارو اداره نیولې ده د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د انتخاباتو د ترسره کیدو دمخه سوډان باید یوه انتقالي دوره تیره کړي.

خو دغه وړاندیز د سوډان د متخصصینو د انجمن له خوا چې اعتراض کوونکو اصلي ډله ده، رد شوی دی.

دغه انجمن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: "زمونږ غوښتنه څرگنده، منصفانه او مشروع ده، خو کودتاچیان (د رژیم پوځي کمیټه) ... د بدلون د رامنځ ته کولو توان نلري او پر واک باندې د پاتې کیدو لپاره پوره مصئونیت او ثبات نه لري."

د سوډان پوځي شورا ویلي نیت نلري چې د اوږدمهال لپاره په واک پاته شي او ټینگار یې کړی دی چې د عمر بشیر پرزیدل کودتا نه، بلکه د خلکو غوښتنې ته ځواب و.

ددې شورا یو مقام عمر زین العابدین په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دوی غواړي "هیواد مخ په وړاندې رهبري کړي" او "د بدلون لپاره د یوې وسیلې" په توگه عمل وکړي.

د عمر بشیر نیونه

دې شورا همداشان ویلي دي عمر بشیر چې ٣٠ کاله د سوډان جمهور رئیس و د حکومت د یو شمیر لوړپوړو غړو او د هغه د مرستیال سره یوځای بندیان دي، خو پدې هکله یې زیات جزییات ندي ورکړي.

د سوډان پوځي شورا یولي تصمیم نلري چې په عمر بشیر باندې د لگول شویو تورونو د څیړلو لپاره هغه د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپاري او د هغه پر ځای یې ژمنه کړې ده چې پخوانی جمهور رئیس به دننه په سوډان کې محاکمه شي.

ښاغلی بشیر د جرمونو په نړیواله محکمه کې د جنگي جرمونو لکه د بشر ضد جنایتونو، نسل وژنې او د دارفور د یاغیانو پر ضد د هغه د کمپاین په وجه له یو لړ تورونو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG