د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ فرانسیس ولې د جنوبي سوډان د مشرانو پښو ته وغورځېد؟


پاپ په واتیکان کې دجنوبي سوډان د سیاسي مشرانو پښو ته وغورځېده چې جنګ ونکړي
پاپ په واتیکان کې دجنوبي سوډان د سیاسي مشرانو پښو ته وغورځېده چې جنګ ونکړي

د کاتولیک مسیحیانو مشر، پاپ فرانسیس، په یو بیساري اقدام کې د جنوبي سوډان د مخکنیو چارواکو پښو ته وغورځېد او له هغوی یې وغوښتل چې بیا جګړه ونکړي.

پاپ په واتیکان کې د جنوبي سوډان له مشرانو سره په خبرو کې له هغوی وغوښتل چې په جنوبي سوډان کې د اوربند شوي تړون ته ژمن پاتې شي او په را روانو څو میاشتو کې د ایتلافي حکومت جوړېدو لپاره کار وکړي.

پاپ دغو مشرانو ته وویل "زه ستاسو د یو ورور په څېر له تاسو غواړم چې سوله همداسې وساتئ. زه له تاسو هیله کوم چې راتلونکي په طرف روان شئ. ستونزې به ډېرې وي، خو نباید موږ رالاندې کړي. خپلې ستونزې حل کړئ."

د جنوبي سوډان مخکني مشران د پاپ په دغه کار سره هک حیران شول. پاپ د زنګنو تکلیف هم لري خو د جنوبي سوډان د مشرانو پښې یې ښکل کړې.

د واتیکان مشرانو د جنوبي سوډان مشران وربللي وو چې د سولې او اختلافاتو د ختمولو لپاره د دوعاو په مراسمو کې برخه واخلي.

جنوبي سوډان په ۲۰۱۱م کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو دوه کاله وروسته په کورنیو جګړو کې دخیل شو چې پکې شاوخوا ۴۰۰زره کسان ووژل شول.

د جګړې دواړو غاړو په تېر سپتمبر کې د سولې تړون وکړ او ژمنه یې وکړه چې ژر به یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG