د لاس رسي وړ اتصالات

په کوڅو کې روژه ماتی، د سودان د خلکو ځانګړی دود


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په سودان کې مسلمانان د خپل هیواد له اقتصادي ستونزو سره سره، د روژې میاشت په ځانګړیو دودونو سره لمانځي. په کوڅه کې روژه ماتی او له لارویو سره د خوړو شریکول ددې دودونو برخه ده.

په پایتخت خرطوم او د هېواد په نورو برخو کې د روژه ماتې د پاره د سړکونو سینګارول او د ځانګړو خوړو چمتو کول عام دي. د الدیم د سیمې یو اوسېدونکی وايي، دا دود دی چې نارینه په کوڅو کې روژه ماتوي.

د خرطوم اوسېدونکي وايي، له دې رسم څخه یې موخه دا ده چې پر لاره تېرېدونکو هغو کسانو سره خواړه شریک شي چې د روژه ماتې دپاره خپلو کورونو ته ځانونه نشي رسولی. دوی وايي، دا رسمونه د لسیزو راهیسې په سودان کې نمانځل کیږي.

سودان له کلونو کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. په ۲۰۲۱ کې له کودتا وروسته، د دې هیواد لپاره نړیوالې مالي مرستې کنګل شوې، چې ملي بودیجه او نورې پرمختیایي پروژې یې اغیزمنې کړې.

د سیمې خلک وايي اقتصادي فشارپه کوڅو کې هم احساسیږي. دوی وايي، د لومړنيو اساسي خوراکي توکو کمښت موجود دی، لکه د غنمو اوړه چې په سوډان او نوره عربي نړۍ کې د عامې ډوډۍ په تیارولو کې کاریږي ، او داسې نور خوراکي توکي چې د روژې په میاشت کې اړین دي.

د حسین سید په نوم یو هټیوال وايي، هیواد یې د ناڅرګند اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی، خو زیاتوي: "د غوښې بیې ښې دي، خو د سبزیجاتو بیې نه. مونږ پرته له دې چې صبر وکړو او د سوډانې میلمه پالنې پر بنیاد یو بل سره مرسته وکړو بله چاره نه لرو."

روژه د سوډانیانو لپاره یوه ځانګړې میاشت ده، او هڅه کوي چې پدې میاشت کې خپل عبادتونه او دودونه وپالي.

XS
SM
MD
LG