د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان دارفور کې بشري جنایتونه دوام لري - کډوال


د سودان په دارفور کې د "اورانګ" په نوم کمپ ته په زرګونو داسې کډوال رسیدلي چې وايي عرب وسله والو یې پر کورونو بریدونه کړي او د کورنۍ غړي یې ورته وژلي دي.

کډوال هیله محمد ابراهیم وایي مور يې، د سترګو په وړاندې ووژل شوه.

هغه زیاتوي: "موږ نه پوهیږو چې څوک پر موږ بریدونه کوي. ځینې خلک وایي د چټک ملاتړ ځواکونه دي، خو ځینې هیڅ نه پوهیږي. هغو زما مور پر سر وویشتله."

د چاد سره په سرحد کې د کډوالو په دغه کمپ کې امریکا غږ د هغو ملکي خلکو سره خبرې کړي چې وايي د "چټک ملاتړ ځواکونو" په نوم عرب وسله والو پرې ظلمونه کړي دي.

د خبریالانو او بشري حقونو ډلې چې دارفور ته تلل غواړي، د امنیت تامین يې ناممکن شویدی. خو ملګرو ملتونو د دافور په لویدیځه څنډه کې یو ډله ییز قبر موندلی چې ممکن د بشریت ضد جنایتونو ثبوت پکې وي.

د جولای په میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې وویل، په دارفور کې یې د ظلمونو اړوند ادعاوو پلټنې پیل کړي دي. یو کډوال امریکاغږ ته وویل، وسله وال پر هغو ملکي خلکو بریدونه کوي چې چاد ته تلل غواړي.

سودانی کډوال عبدالله آدم وايي، جنګیالي یې کډې کولو ته نه پرېږدي او د تګ پر مهال یې په نښه کوي.

هغه وویل: "دوی په غرونو کې نښان ویشتونکي هم لري چې پر موږ او حتی زموږ پر ماشومانو ډزې کوي. دوی زموږ ماشومان او ښځې وژني."

سودان کې د بشري حقونو فعال چې پخپله کډوال شوی او دارفور ته د احتمالي بیرته ستنیدلو په صورت کې د امنیتي خطرونو له امله نه غواړي هویت يی معلوم شي، وايي د نورو کډوالو سره يی خبرې کړي او ظلمونه يې مستند کړي.

دغه کډوال وایي، په ۲۰۰۰ لسیزه کې د ډله ایزو وژنو پر وخت په دارفور کې و. دا جګړه وروسته د نړیوالو هڅو په نتیجه کې بنده شوه. هغه وایي، څه چې نن سبا پیښیږي، تر پخواني وخت بدتر دي.

هغه وايي، که څه هم پخوانۍ ډله ییزه وژنه د "ماسالیت" په نوم قبیلې باندې متمرکزه وه، خو اوس د هرې قبیلې تور رنګي خلک هدفي وژل شویدي.

د بشري حقونو دغه فعال وايي: "ځکه دا د ټولو قبایلو خبره ده، د غیر عرب قبایلو. او نن سبا د توپیر پرته، یوازې تور رنګي خلک د شپې او ورځې ناڅاپي ویشتل کیږي."

د بشري حقونو د څار سازمان سره یو سودانی څېړونکی، محمد عثمان وایي، د نن سبا تاوتریخوالی د شل کاله پخوا ظلمونو پیل ته ورته والی لري.

هغه وویل:‌ "ډيری يې هغو پیښو ته ورته دي چې تاسو به ممکن په ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کلونو کې د دارفور د جګړې په لمړنیو ورځو کې اوریدلې. وژنې، د قوم هدف ګرځول، او د هرڅه له منځه وړلو تکتیکونه يي کارول."

د ملګروملتونو د تخمین له مخې، په دارفور کې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ، ۴۰۰زره خلک د نسل وژنې په پایله کې وژل شويدي. دا چې دارفور له رسنیو او مخابراتي تماسونو لېرې پاتې شوی، د نن سبا ممکنه بشریت ضد جنایتونه له ثبت او مستند کیدو څخه پاتې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG