د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغان سرحدي پولیسو ځانمرګي بریدونه شوي


Apple CEO Tim Cook opens the Apple event at the Bill Graham Civic Auditorium in San Francisco, California.
Apple CEO Tim Cook opens the Apple event at the Bill Graham Civic Auditorium in San Francisco, California.
افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو د پاکستان پولې ته ورڅېرمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو پر یوې قرارګاه ډله اییز ځانمرګي بریدونه کړي، درې سرحدي پولیس یې وژلي او شپږ نور یې ژوبل کړي دي .

برید چهارشنبه ( مۍ ۱۴) د ماښام په شاوخوا اووه بجو شوی دی .


د کندهار د امنیه قومندان ویاند غورځنګ افريدي امریکا غږ ته وويل چي برید کونکو لومړی دوو برید کوونکو د بولدک ولسوالۍ په مرکز کي د سرحدي پوليسو د يوې لوژیستکي قرار ګاه مخ ته چاودنه کړې او درې نور یې قرارګا ته ننوتلي چې تر یوه ساعته نښتې وروسته پولیسو په ډزو ووژل.

( برېد ګوونکي د پولیسو په ډزو ووژل شول، په برید کې درې سرحدي پولیس وژل شوي او شپږ نور سرحدي پولیس ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی او رسنیو ته يې په لیږلي تلیفوني پیغام کي ويلي چي په سپکو او درنو وسلو سمبال څو ملګرو يې د پوليسو پر یاد مرکز حمله کړې او افغان ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دا برید په داسې مهال ترسره کیږي چې وسله والو طالبانو تېره اونۍ پر افغان او بهرنیو ځواکونو د نویو پسرلنیو برېدونو خبرداری ورکړی دی .

له دغه خبرداري وروسته، د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو او تاسیساتو یو لړ ځانمرګي ډله اییز بریدونه وکړل، او یو شمېر پولیس، سرتېري او عام خلک په ووژل شول او یا ژوبل شول .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG