د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په ځانمرګې برید کې ۱۱ ماشومان وژل شوي


کندهار کې د دوشنبې د ورځې ځانمرګی برید د رومانیایي سرتیرو د موټرو د کاروان مخې ته شوی.
کندهار کې د دوشنبې د ورځې ځانمرګی برید د رومانیایي سرتیرو د موټرو د کاروان مخې ته شوی.

د کندهار د پولیسو د وینا له مخې نن د دوشنبې په ورځ غرمه شاوخوا یوولس بجې یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د دامان په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو د کاروان مخې ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې د برید ځای سره نږدې په یو جومات کې یوولس ماشومان وژل شوي.

د کندهار د پوليسو د مطبوعاتي دفتر مرستیال مطیع الله هلال امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې ځانمرګي بریدګر د دامان ولسوالۍ کې د رومانیايي عسکرو د موټرو کاروان سره نږدې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۱۶ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي هلال وویل " د ولسوالۍ د عبدالله په کلي کې، چې د هوايي ډګر سره نږدې موقعیت لري یو تن ځانمرګي برید ګر د موټر په وسیله د رومانيايي عسکرو د ګزمې پر موټر چاودنه کړې، چې په یوه مسجد کې په درس بوخت ۱۱ تنه ماشومان پکې وژل شوی، ۵ رومانیايي عسکر، ۲ پوليس او ۹ تنه هم ملکي وګړي چې میرمنې هم پکې شاملې دي ټپیان شوي".

ښاغلي هلال وویل، چې په نهو ملکي وګړو کې پنځه سړي، دوه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي هلال وویل،چې دا ملکي وګړي له سیمي څخه د تیریدو په حال کې وو، چې برید وشو او هغوی په کې ټپیان شول.

د پېښې ټپیان د کندهار د نړیوال هوايي ډګر روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي.

د پېښې وروسته سیمه د نړیوالو عسکرو له لوري کلا بنده شوې.

رومانیايي عسکر د کندهار د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ساتلو مسئولیت لري.

په کندهار کې د نړیوالو قواوو د قومندانۍ مطبوعاتي دفتر تر اوسه پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

XS
SM
MD
LG