د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه کې د امنیه قوماندانۍ موټروتم ځای کې ځانمرګی برید شوی


تراوسه د دغه برید له ځایه روغتونونو ته ۲۵ تنه ټپیان انتقال شوي دي.
تراوسه د دغه برید له ځایه روغتونونو ته ۲۵ تنه ټپیان انتقال شوي دي.

د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي نن چهارشنبې د ورځې د غرمې وړاندې شاوخوا یوولس بجې د لښکرګاه په ښار کې د دغې قوماندانۍ د موټرو په تم ځای کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې اوه تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د پولیسو د امنیه قوماندانۍ ویاند لومړي څارن عبدالسلام افغان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا برید د دغې قوماندانۍ د موټرو په تم ځای کې شوی دی.

لومړي څارن افغان وویل چې د برید پر وخت د موټرو په تم ځای کې ګڼه ګوڼه وه او د ملي اردو د څو تنو منسوبینو په ګډون هلته ملکي وګړي هم چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو ولاړ وو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغه برید کې اوه تنه چې څلور امنیتي منسوبین، دوه ښځې او ماشوم په کې شامل دی وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي ځواک وویل چې په ټپیانو کې د برید ځای سره نږدې د یوې دیني مدرسې ۲۵ زده کوونکي هم شامل دي.

هغه وویل چې ممکن د دغه برید د مرګ ژوبلې په شمیر کې بدلون راشي،

د موترو تم ځای د امنیه قوماندانۍ د ننه موقعیت لري، خو امنیه قوماندانۍ ودانۍ ورڅخه وړاندې ده.

د هلمند د پولیس وایي د ملي اردو منسوبین او ملکي وګړي د کارونو د اجرا لپاره امنیه قوماندانۍ ته ورغلي وو.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا کړې چې په دغه ځانمرګي برید کې د افغان ځواکونو درې ټانګونه او یو موټر ویجار شوي او ګڼ افغان امنیتي ځواکونو منسوبینو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې ده.

همداشان طالبانو ویلي چې د کندهار هلمند یوه لاره یې هم د جګړو له امله تړلې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG