د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د استیناف پر محکمې برید پای ته ورسید


د غزني روغتون چارواکي وایي د پیښې له ځایه ورته درې مړي او یوولس ټپیان وروړل شوي دي.
د غزني روغتون چارواکي وایي د پیښې له ځایه ورته درې مړي او یوولس ټپیان وروړل شوي دي.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د استیناف پر محکمې برید د څلوروځانمرګو برید کونکو په وژلو پاتی ورسیدلی دی.

د دغه ولایت د امنیتي چارواکو پر وینا، نن سهار ۱۰:۳۰ دقیقي څلور تنو ځانمرګو بریدګرو د غزني ولایت د استیناف پر محکمې برید وکړ چې تر پنځو دقیقو وروسته څلور واړه ځانمرګي بریدګر د امنیټي ځواکونو له خوا و وژل شول او برید پای ته ورسید.

د غزني د امنیه قوماندان جنرال امین الله امر خیل امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل" مونږ مخکې راپور تر لاسه کړی و چې ځانمرګي بریدګر د پولیسو په یونیفورم کې د غزني ښار په مرکز کې برید تر سره کوي، نن سهار څلور کسه ځانمرګي بریدګر چې په یو ټونس ډوله موټر کې سپاره وو د پولیسو په یونیفورم کې د غزني ولایت د استیناف محکمې مخې ته ودریږي او یو ځانمرګی بریدګر د بې غږه تماچې په وسیله د محکمې ساتونکی په ډزو وژنې، چې وروسته درې نور بریدګر د محکمې انګړ ته ور دننه کیږي، خو له څلور تر پنځو دقیقو پورې ټول ځانمرګي بریدګر و وژل شول."

جنرال امرخیل وویل" په دې پېښه کې پنځه تنه چې دوه ښځې او دوه سړي او یو د محکمې ساتونکی وو ،ژل شوي او د محکمې د رئیس په ګډون یوولس تنه په کې ټپیان شوي دي"

امنیتي چارواکي وایي چې په دې پېښه کې دوتنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، خو د غزني ولایت د ملکي روغتون چارواکي وایي، چې پدې پېښه کې د دریو تنو مړي او یولس ټپیان دغه روغتون ته وروړي دي.

د غزني ولایت د ملکي روغتون رئیس باز محمد همت په دې هکله امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل " تر اوسه پورې دې روغتون ته ۳ مړي او ۱۱ ټپیان راوړل شوي دي. "

خو د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې په دغه برید کې د څلورو بریدګرو سربیره یو ملي پولیس او پنځه ملکي کسان وژل شوي دي.

د دغه برید مسئولیت د دولت وسله والو مخالفینوپر غاړه اخیستی دی.

غزني د افغانستان یو له نا آرامو مرکزي ولایتونو څخه ګڼل کیږي د مرکز په ګډونو په یو شمېر ولسوالیو کې یې د دولت د وسله والو مخالفینو حضور زیات تر سترګو کیږي.

تېره اونۍ د غزني امنیتي چارواکو ویلي و، چې په پاکستان کې د دغې ډلې د مشر ملا منصور تر وژل کیدو وروسته، وسله والو هوډ کړی و چې په دې ولایت کې پر دولتي تاسیساتو بریدونه تر سره کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG