د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د ټاکنو کمیسیون دفتر ته نږدې ځانمرګی برید دوه تنه وژلي


د ننګرهار ولایت د ټاکنو د کمیسیون سره نږدې د شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې مرګ ژوبله هم پیښه شوې ده.
د ننګرهار ولایت د ټاکنو د کمیسیون سره نږدې د شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې مرګ ژوبله هم پیښه شوې ده.

د جلال‌آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د شنبې په ورځ (وږي ۳) شاوخوا ۱۰:۳۰ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه‌ییز دفتر ته نږدې چاودنه وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې چاودنه د ټاکنو کمیسیون څنګ ته شوې او مرګ ژوبله هم لري خو دقیق ارقام نشته دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د پیښې له ځای څخه دوه جسدونه او څلور ټپیان حوزوي روغتون ته وروړل شوي.

هغه زیاته کړه، چې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت مرګونی دی.

برید نن یولس نیمې بجې په داسې حال کې شوی دی، چې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر ته نږدې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوماندۍ له لیست څخه د حذف شوي نوماند جاوید زمان د پلویانو اعتراضي غونډه هم روانه وه.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې ځانمرګی بریدګر پلی و او د احتجاج کوونکو له خیمې لږ لرې یې چاودنه کړې ده.

یو عیني شاهد رحیم الله امریکا غږ – اشنا ته وویل، چې یو شمېر مړي او ټپیان یې د پېښې په ځای کې لیدلي دي

په دې اړه جزئیات وروسته وړاندې کیږي.

XS
SM
MD
LG