د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د برید مسولیت ومانه


د کابل ښار په نهمه ناحیه کې یو ځانمرگی برید شوی چې مرگ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.

داعش یا د اسلامي دولت ډلې په اعماق کې خبرتیا خپره کړې چې د کابل برید دوي کړیدي.

داعش وایي چې هغوي دغې سیمې ته پر پولیسو او استخباراتي کارکونکو باندې د برید لپاره یو ځانمرگی بریدګر استولی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د جمعې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل د تیرې شپې په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح تیره شپه امریکا غږ اشنا راډیو ته د دې پیښې د وژل شوو شمیر ۱۱ او د ټپیانو شمیر ۲۵ تنه ښودلی وو.

په ځینو ناتائید شوو رپوټونو کې بیا د وژل شوو شمیر ۲۰ تنه او د ټپیانو شمیر ۳۰ تنه ښودل شوی دی.

همدې غونډې ته د کابل د پولیسو قوماندان جنرال محمد سالم احساس وویل چې د دغه برید په اړه یو ځانګړي ټیم پلټنې پیل کړي دي.

هغه وویل چې برید په هغه سیمه کې شوې چې د پولیسو له خوا د مظاهرې د مخنیوي لپاره کلابنده شوې وه.

هغه وویل چې د پولیسو مظاهره کوونکو ترمنځ په اخ اوډب کې حسین په نوم یو مظاهره کوونکی چې د جنرال احساس د ادعا پراساس د نشه یې توکو کاروبار یې کوه ټپي شوی او د هغه یو ساتونکی وژل شوی دي.

جنرال احساس وویل، حسین اوس د پولیسو سره بندې دی.

د کابل د پولیسو قوماندان وویل، په دې نښتو کې دمظاهره کوونکو د پولیسو یو رنجر موټر ته هم اور اچولی دی.

دمخه معلومات

د روغتیا وزارت د عامه اړیکو رئیس او ددې وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح د امریکا غږ ته وویل چې په پیښه کې ١١ تنه وژل شوي او ٢٥ نور ټپیان شوي دي چې د چاودنې له ساحې نه روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد دمخه د امریکا غږ اشنا ردایو ته ویلي وو چې نن د پنجشنبې په شپه اته بجې او ۴٧ دقیقې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې بنایي سره نژدې د پولیسو په یوه پوسته باندې یو ځانمرگي خپل چاودیدونکي توکي چولي چې له امله یې پنځه پولیس وژل شوي او ١١ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ایمرجنسي روغتون په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې شل ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي مجاهد د پیښې په هکله وویل په داسې حال کې چې پولیسو په سیمه کې د یوې مظاهرې د مخنیوي لپاره ساحه کلابند کړې وه، یو پلي ځانمرگي د همدغو پولیسو تر څنگ خپل چاودیدونکي مواد چولي دي.

هغه وویل چې د مرگ ژوبلې دغه شمیرې لومرنۍ دي او کیدای په کې بدلون راشي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا برید یې "وحشیانه" او تروریستي حمله بللې ده.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د امریکا غږ سره په خبرو کې تائید کړه چې دا یو ځانمرگی برید و خو د مرگ ژوبلې شمیرې یې تائید یا رد نه کړې.

له بلې خوا نن د پنجشنبې په ورځ د بنایي په همدغه سیمه کې چې ځانمرگی برید په کې شوی د کابل پولیسو یو شمیر هغه دکانونه ونړول چې د رپوټونو له مخې په کې الکول خرڅیدل او په غیر قانوني ډول جوړ شوي وو، خو د پولیسو دغه اقدام د دکاندارانو او پولیسو ترمنځ په وسله وال تاوتریخوالي بدل شو.

د پیښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې د پولیسو او دکاندارانو ترمنځ په تاو تریخوالي کې د پولیسو یو رینجر موټر ته هم اور اچول شوی دی.

عیني شاهدانو د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ د درې تنو د ټپي کیدو ادعا هم کړې ده، دا ادعا په خپلواکه توگه نده تائید شوې.

XS
SM
MD
LG