د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې ځانمرګي برید دیارلس ملکي وګړي ووژل


دکونړ دعامې روغتیا ریاست وایي د پیښې له ځایه ددغه ولایت سیمه ایز روغتون ته ۱۳مړي او ۳۸ زخمیان ور وړل شوي.
دکونړ دعامې روغتیا ریاست وایي د پیښې له ځایه ددغه ولایت سیمه ایز روغتون ته ۱۳مړي او ۳۸ زخمیان ور وړل شوي.

دغه برید نن سهار په شل باندې نهه بجې دولایت مقام ته څېرمه دشهیدانو پارک په دروزاه کې له موټر سایکل څخه په ګټې اخیستنې تر سره شوی دی .

دکونړ امنیه قوماندان مل پاسول عبد الحبیب سید خېل امریکا غږ ته وویل،چې په دغه برید کې دقومي مشر ملک خانجان په ګډون دیارلس ملکي وګړي وژل شوي او تر څلوېښتو ډېر زخمیان دي.

ملک خانجان څو میاشتې وړاندې ددانګام په ولسوالۍ کې ددولت له مخالفو وسله والو سره دولسي پاڅون کونکو دجګړې مشري په غاړه لره.

دکونړ دعامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر احسان الله فضلي امریکا غږ ته وویل،چې دوی ته دیارلس مړي او اته دېرش زخمیان ور وړل شوي،چې په زخمیان کې درې یې ماشومان دي.

نوموړی وايي اوه کسه ټپیان یې دډېرو ټپونو له امله ننګرهار ته لېږدولي او له دوی سره دبستر ټپیانو له ډلې هم اویا سلنه یې مرګوني دي.

ډاکټر احسان الله زیاتوي،چې ممکن دمړو شمېره نوره هم لوړه شي.

دپېښې په سیمه کې یو عیني شاهد یاسین امریکا غږ ته وویل،چې برید په داسې یو ځای کې وشو چې ډېرو خلکو تګ راتګ کوو.

که څه هم تر اوسه ددغه ځانمرګي برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی،خو ویل کېږي،چې دبرید اصلي هدف به قومي مشر ملک خان جان وي.

XS
SM
MD
LG