د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او بدخشان کې په بریدونو کې ۲۴ تنه وژل شوي


په دغه برید کې چې نن شاوخوا شپږ بجې ترسره شو څلورملکي افغانان هم ټپیان شوي دي.
په دغه برید کې چې نن شاوخوا شپږ بجې ترسره شو څلورملکي افغانان هم ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار وختي د کابل ښار د نهمې حوزې په بنايي سیمه کې د پُل پاچا د کوڅې پر سر یوه پلي ځانمرګي بریدګر د یوه بهرني شرکت د کارکوونکو د سپرلۍ موټر په نښه کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې برید د ګهیځ په ۵ بجو او ۴۰ دقیقو هغه مهال رامنځ وشو، چې یوه پلي ځانمرګي بریدګر د یو بهرني شرکت د سپرلۍ کاسټر ډوله موټر تر څنګ ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

په دې بیان کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د بهرني شرکت ۱۴ نیپالي کارکوونکي وژل شوي او ۹ نور چې ۵ یې نیپالي او ۴ یې افغانان دي، ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي د برید د تائید ترڅنګ امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې په تړاو یې څیړنې پیل کړې دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپل ټویټر پاڼه کې دا برید په کلکو ټکو غندلې دی.

وسله‌والو طالبانو د یو بیان په خپرولو د برید مسؤولیت منلی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې تر شلو بهرني اتباعو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د روژې د میاشتې د پیل راهیسې دا په کابل کې لومړنی برید دی چې په ترڅ کې یې په زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د بدخشان په کشم کې چاودنه

د بدخشان په کیشم ولسوالۍ کې د چاودنې په نتیجه کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کیشم ولسوال عبدالسلام پیمان امریکاغږ ته وویل چې چاودنه د کیشم ولسوالۍ په عمومي بازار کې شوې چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عبدالسلام پیمان زیاته کړه چې دغه چاودنه کې ۱۰ تنه عام وګړي چې په بازار کې یې سبزي او د روژه ماتي اړوند خوراکي توکي پلور وژل شوي، او ۳۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

پیمان وايي چې د یو شمیر ټپيانو صحي وضعه ښه نه وه نو ځکه یې تخار ته د درملنې لپاره لیږلي دي.

د کیشم ولسوال وايي چې چاودنه د ملکي وګړو په منځ کې شوې او هیڅ نظامي مامور ته په چاودنه کې زیان نه دی اوښتې.

د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن بیا وايي چې چاودیدونکي مواد په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و او د ریموټ کنټرول په ذریعه چاودنه ورکړل شوې ده، خو د سیمې خلک بیا وايي چې دغه چاودنه؛ نه ده بلکه ځانمرګی برید و.

دغه چاودنه د کیشم ولسوالۍ د بازار په منځ کې شوې، د کیشم ولسوالۍ بازار د بدخشان تخار پر لویه لار موقعیت لري.

دکیشم ولسوالۍ شاوخوا ۹۰ کلي لري چې له جملې څخه یې د دشت خارق په نامه سیمه چې څو کلي په کې دي ناامنه ګڼل کیږي، د کیشم ولسوال عبدالسلام وايي چې په دغه سیمه کې د طالبانو شمیر له ۴۰ تنو څخه کم نه دی او تر ۷۰زیات نه دی.

ولسوال وايي چې کله کله ددغې سیمې وسله وال طالبان د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه هم کوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG