د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې موټربم برید ۱۸ تنه ووژل او شپږ نور یې ټپيان کړل


د خوست ولایت امنیتي چارواکي د پیښې زیات شمیر قُربانیان عام خلک دي.
د خوست ولایت امنیتي چارواکي د پیښې زیات شمیر قُربانیان عام خلک دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا ۸:۲۵ د خوست ولایت په مرکز کې یو ځانمرګي بریدګر د موټربم برید کړی، چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې برید د خوست ولایت په مرکز کې د کابل هډې ته نږدې شوی دی.

خو د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض‌لله غيرت امريکا غږ ته وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي، چې زیات شمیر يې ملکي خلک دي.

امنيه قوماندان زياته کړه، د موټر دغه تم ځای د کمپاين په نوم د افغان ځانګړو ځواکونو پورې تړاو لري او زياتوي چې هغوی ته هم په پېښه کې تلفات اوښتي خو د شمېر په اړه يې دقيق معلومات نه لري.

بل خوا د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل امريکا غږ ته وويل، چې د خوست ملکي روغتون او د ښار نورو بيلابيلو روغتونونو ته ۱۴ مړي او ۸ ټپيان وروړل شوي دي.

تراوسه د دغې پېښې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.

دغه برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې نن د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده او افغانانو د نړۍ د نورو هیوادونو د مسلمانانو په څیر د دغې میاشتې لمانځل پیل کړي دي.

دا پیښه وروسته له هغې شوې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشر تدامیچي یاماماتو په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواو غوښتې، چې د دغې میاشتې په درناوي له جګړې لاس واخلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG