د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په برید کې ۳تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي


دا برید د کابل په وخت د سهار شاوخوا نه بجې شوی دی.
دا برید د کابل په وخت د سهار شاوخوا نه بجې شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په ننني ځانمرګي برید کې دوه ښځې وژل شوي او د اتلسو ملکي افغانانو په ګډون، چې ورکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، یوویشت تنه ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، چې د حامد کرزي د هوايي ډګر سره نږدې د هواپیژندنې پر سړک نن سهار شاوخوا نه بجې د موټربم برید برید په پایله کې دوه ښځې وژل شوي او ۲۱ تنه ټپيان دي.

ښاغلي صدیقي وویل، یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودیدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر ته هغه مهال چاودنه ورکړه، چې د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، په په ټپیانو کې درې بهرني ځواکونه، اته ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي صدیقي د بهرنیو ټپي شوو ځواکونو د هویت په اړه څه و نه ویل.

خو د ای پي خبري اژانس د ایوپلول د یوې ویاندې له قوله ویلي چې په دغه برید کې په افغانستان کې دغې ادارې یو کارکونکی هم وژل شوی دی.

د برید پر مهال په سیمه کې د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو د امریکا غږ خبریال ته ویلي چې یو بهرنی وګړی یې هم په ټپي حالت کې لیدلی دی.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي، دا برید د اروپايي پولیسو "ایوپول" د موټر مخې ته شوی دی.

طالبانود دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

تیر ماښام هم په کابل پوهنتون کې دوه کسه د یو مقناطیسي ماین د چاودنې له امله ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG