د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمیر ۶۸ ته ورسید


چارواکو په دغه برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه ضد او نقیض ارقام وړاندې کړي دي
چارواکو په دغه برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه ضد او نقیض ارقام وړاندې کړي دي

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس داکټر نجیب‌الله کامه‌وال وايي، چې د دغه ولایت په مومنددرې ولسوالۍ کې تیره ورځ پر لاریون‌کوونکو د ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۶۸ ته رسیدلی دی.

ښاغلي کامه‌وال امریکا غږ ته وویل، چې په دغه پېښه کې ۱۶۵ تنه نور ټپيان دي، چې د اتو تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

پروني معلومات

سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د سې‌شنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه یو پلي ځانمرګي بریدګر د لاریون‌کوونکو په منځ کې ځان الوځولی دی.

چارواکو په دغه برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه ضد او نقیض ارقام وړاندې کړي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواری وايي، چې په دغه برید کې ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ نور ټپیان دي.

دا شمیره تر اوسه کومې رسمي سرچینې نه ده تائید کړې. خو د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب‌الله کامه‌وال امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د برید له ځای څخه ۳۲ مړي او له ۱۲۸ زیات ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د ښاغلي کامه‌وال پر وینا، د مرګ‌ژوبلې دغه شمیره وروستۍ نه ده او ښايي په کې زیاتوالی راشي.

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، چې د پېښې قُربانیان د غني‌خیلو او د جلال‌آباد ښار صحت عامې روغتونونو ته لیږدول شوي دي. دوی د ټپيانو وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

خو په سیمه کې شاهدانو له امریکا غږ – آشنا سره په خبرو کې ویلي، چې د تلفاتو شمیر له دې پورته ده او لا هم په سیمه کې زیات شمیر مړي او ټپیان په سرک پراته دي.

ځانمرګی برید د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ په ډکه سیمه کې شوی دی.

په دغې سیمه کې نن سهار لسګونو معترضینو د سیمه‌يیزو پولیسو د یو قومندان پر ضد لاریون کړی او د تورخم – جلال‌آباد لویه لاره یې تړلې ده.

د برید مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG