د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند نادعلي کې ځانمرګي برید کې شپږ تنه وژل شوي


هلمند کې د افغان حکومت وسله وال مخالفانو پر افغان ځواکونو وړاندې هم ځانمرګي بریدونه کړي دي.
هلمند کې د افغان حکومت وسله وال مخالفانو پر افغان ځواکونو وړاندې هم ځانمرګي بریدونه کړي دي.

نن سهار اته نیمې بجې په هلمند کې د موټر بم د یو ځانمرګي برید په ترځ کې شپږ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي.

پېښه د هلمند د نادعلي ولسوالي په لوی باغ سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، په وژل شویو څلور یې ملکي وګړي او دوه تنه هم د ملي پوځ سرتیري دي.

دغه راز په اتو ټپیانو کې پنځه تنه ملکیان او درې تنه نور یې د ملي پوځ سرتیري دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، چې د لوی باغ په سیمه کې د ملي پوځ د یوې لوی قرارګاه په دننه کې برید تر سره کړي، چې مخه يې نیول شوه.

جنرال احمدزي وویل" ځانمرګي برید کوونکي د مازدا لارۍ په وسیله، چې له چاودیدونکو توکو يې ډکه کړې وه، غوښتل ،چې قرارګاه ته ننوځي چې په قره ول کې زموږ د سرتیرو له خوا پرې ډزې شوي او په دې وخت کې چاودنه رامنخ ته شوه، چې له سیمې څخه تیردونکي ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې ټول ۶ تنه وژل شوي او ۸ تنه ټپیان دي".

جنرال احمدزی زیاته وي چې د پېښې ټپیان د ملي پوځ د سرتیرو له خوا روغتیايي مرکز ته انتقال شوي چې د ځينو روغتیايي حالت يې نازک دی.

په هلمند کې له تیرو دریو اونیو راهیسې نظامي عملیات پيل شوی، چې په نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو کې دوام لري.

دغه راز د افغان پوځ مقامات وايي، چې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد يې هوايي بریدونه هم زیات کړي، چې له امله یې د هلمند په شمال او جنوب کې د وسله والومخالفانو د تګ راتګ ډيری لارې تړل شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

جلال اباد کې چاودنه شوې

د جلال اباد ښار کې د ترافیکو یوې غرفې ته څېرمه چاودنې د دوو ترافیکو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون دولس کسان زخمیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې چاودنه د ترافیکو له غرفې سره نژدې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې، چې په ټپیانو کې کوچنیان هم شته او د دوو کسانو روغتیايي حالت یې نازک دی.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت چا پر غاړه نخ دی اخیستی

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG