د لاس رسي وړ اتصالات

میدان ښار کې په ځانمرګي برید کې ۷ تنه وژل شوي


د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي د شنبې د ورځې د ځانمرګي برید ډیر قربانیان پولیس دي.
د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي د شنبې د ورځې د ځانمرګي برید ډیر قربانیان پولیس دي.

د میدان وردګ ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن د شنبې په ورځ ( لړم پنځمه) سهار شاوخوا اته نیمې بجې د دغه ولایت مرکز میدان ښار کې د یو پوځي مرکز مخ ته په یو ځانمرګي برید کې، چې د چاودیدونکو توکو څخه د یو ډک موټر په واسطه ترسره شو ۷ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حکمت الله دراني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک یو موټر ته د میدان سهار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د یو پوځي مرکز مخ ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې د یو خصوصي شرکت پنځه کارکوونکي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

ښاغلي دراني وویل، د دوو پولیسو پرته د دې برید نور ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

هغه وویل، د دغه برید هدف په سیمه کې د پولیسو د موټرو د ترمیم یو ورکشاپ وو.

خو د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سالم اصغرخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې اوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ډاکټر اصغرخیل وویل، چې د دې پیښې ټول قربانیان پولیسو منسوبین دي، چې په ټپیانو کې دوه ښځینه پولیسې هم شاملې دي.

هغه، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښې وبله.

د میدان وردک ولایت د ولایتي شورا یو غړي حاجي احمد جعفري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په دغه برید کې د وژل شوو کسانو شمیر لس تنه وښود.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دایکونډي ولایت کې ۱۲ مسافر تښتول شوي

د دایکونډي ولایت امنیه قومندان غلام سخي غفوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیرې جمعې په ورځ ( لړم څلورم) د دغه ولایت د ګجران د ولسوالۍ دولس تنه اوسیدونکي د کندهار او دایکونډي ولایت په سرحدي سیمو کې د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي غفوري وویل، چې د دغو مسافرو د خلاصون لپاره د سیمې مخورو هڅې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG