د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې ځانمرګي برید کې اته تنه وژل شوي

په جلال اباد کې نننی برید د یو سیمه ایز قوماندان کور مخې ته شوی دی.
په جلال اباد کې نننی برید د یو سیمه ایز قوماندان کور مخې ته شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي برید د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې کمپونو ساحه کې د دره نور ولسوالۍ د محلي پولیسو د مخکیني قوناندان شیخ اکرم د کور مخې ته شوې ده چې اته تنه پکې وژل شوي اوشپاړس نور زخمیان دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اته مړي او شپاړس زخمیان د عامې روغتیا ریاست روغتون ته ور وړل شوي دي.

د عیني شاهدانو د وینا له مخې برید هغه مهال شوی چې ځینې لاریون کوونکي د شیخ اکرم پر پلوی له لاریون څخه د هغه کور ته ستانه شوي او تر ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړلو وروسته هغوی له کور څخه د وتلو په حال کې و چې پياده بریدګر پرې چاودنه کړې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې اکثره وژل شوي او زخمیان لاریون کوونکي دي.

شیخ اکرم د دره نور ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قوناندان و چې څه موده مخکې له دندې لرې شو او وروسته یې پر ضد او پلوی لاریونونه وشول.

تر اوسه ددغې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG