د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د بهرنیانو په موټرو ځانمرګی برید شوی


د کابل د نن ورځې د ځانمرکي برید ځای
د کابل د نن ورځې د ځانمرکي برید ځای

نن سهار شپږ بجې او پنخه ځلویښت دقیقې د کابل ښار په نهمه حوزه کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ په موټر ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یو ملکي وګړی چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو وژل شوی او د همدغه کمپنۍ درې تنه بهرني کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې د نهمې حوزې په قابل بای سیمه کې د یوې خصوصي بهرنۍ کمپنۍ دوه موټرې چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وې د یوه ځانمرکي برید کوونکي لخوا چې په سراچه موټر کې سپور وو ، په نښه شوې.

د ښاغلي ستانکزي په وینا په دغه پیښه کې یو تنه ملکي وګړی وژل شوی او د یادې کمپنۍ درې تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.

ښاغلی ستانکزی وايي "زموږ د لومړنیو څیړونو له مخې په دغه پیښه کې یو تن ولسي وګړی چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو وژل شوی او د نوموړې کمپنۍ درې تنه کارکوونکي سطحي ټپیان شوي دي خو د هغوی د هویت په اړه تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته".

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي رسنیو ته په یوې لیګل شوې خبرپاڼه کې ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې دغه برید د دوی د کس لخوا چې مجیب الرحمان نومیده ترسره شوی دی.

مجاهد ادعا کړې ده چې په دغه برید کې لس بهرني ځواکونه وژل شوي دي، خو دده دغه ادعا د پولیس او یا هم کومې بلې ادارې لخوا تایید شوې نه ده.

په کابل کې نن سهار برید په داسې وخت کې شوی چې تیره اونۍ د چهار شنبې په ورځ په کابل کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي وو چې په پایله کې اوه تنه چې شپږ یې د ملي اردو افسران وو ، وژل شوي وو او نولس تنه نور ټپیان شوي وو چې پکې ملکي وګړي هم شامل وو.

په ننگرهار کې ځانمرگی برید

بلې خوا ته د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د یو کلینیک مخې ته یو ځانمرګي د ملي اردو د موتړو مخې ته ځان الوزولی دی چې له امله یې دوه ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو کې یوه ښځه او په ټپیانو کې هم دوه ښځې شاملې دي

په دغه برید کې د ملي اردو یو سرتیری هم ټپی شوی او د ملي اردو درې موټرې زیانمنې شوي دي.

همداشان په کونړ کې هم تېره شپه یوه ښځه وسله والو په خپل کلي کې په ډزو وژلې ده.

د کونړ سمیه ییز چارواکي وایي چې دا ښځه حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوې ده.

دوه ورځې وړاندې، وسله والو د همدې ښځې خاوند له کوره ویستلی او تر اوسه یې د مرګ او ژوند په باب معلومات نشته دی.

XS
SM
MD
LG