د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د ننگرهار د ځانمرگي برید مسولیت ومانه


مولوي عبدالظاهر حقاني نن د جلال اباد د ښار په لومړۍ حوزه کې په ځانمرګي بریدکې وژل شوی دی
مولوي عبدالظاهر حقاني نن د جلال اباد د ښار په لومړۍ حوزه کې په ځانمرګي بریدکې وژل شوی دی

د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ننگرهار د جلال آباد ښار د ځانمرگي برید مسولیت ومانه چې په کې د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقانی، ووژل شو.

د اسلامي دولت د ډلې رسنۍ اعماق، خبر ورکړی دی چې د داعش یو بریدگر دا حمله کړې ده.

برید د چهارشنبې په ورځ (مارچ۷) د جلال اباد په ښار کې وشو.​ ځانمرګي د هغه د ​موټر مخې ته ځان وچاوه،د هغه موټروان هم وژل شوی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی، امریکا غږ ته وویل، چې د ښار لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې وشو. ښاغلي خوګیاڼي وویل چې مولوی عبد الظاهر حقاني په موټر کې و او بریدګر پلی ورغلی و.

هغه وايي په دغه پېښه کې ۱۱کسان زخمیان شوي چې روغتون ته رسول شوي دي.

مولوی عبد الظاهر حقاني ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر خلاف توندې خبرې کولې او هغوی یې افغان حکومت سره د سولې په نه کولو ملامتول.

پر هغه مخکې هم دا ډول بریدونه شوي وو، څو میاشتې مخکې په یو بل ځانمرګي برید کې د هغه ورور هم ووژل شو.

XS
SM
MD
LG