د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ځانمرګي برید درې کسان ووژل


په کابل کې پولیس وايي یو ځانمرګي درې کسان ووژل چې یو یې پولیس دی. په برید کې ۱۲ ژوبل شوي هم دي چې درې یې پولیس دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په ټپیانو کې هم درې کسه پولیس شامل دي.

هغه وویل "د کرکټ بورډ د امنیت لپاره درې امنیتي کمربندونه جوړ شوي، چې بریدګر په لومړي کمربند کې د پولیسو له خوا وپیژندل شو او ورسره چاودیدونکو موادو ته یې چاودنه ورکړه".

د افغانستان د عامې روغتیا یو چارواکي محمد سلیم وايي په ۱۲ زخمیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د چاودنې ځای ته نږدې د کرکټ او فوټبال لوبغالي موقعیت لري، چې په کې د کرکټ شپږیزه لیګ او د فوټبال غوره لیګ سیالۍ ترسره کیږي.

د کابل د پولیسو د ویاند پر وینا، چې بریدګر غوښتل د کرکټ لوبغالي ته دننه شي، خو هدف ته له رسیدو مخکې یې ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

دغه ځانمرګی برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې د کابل په کرکټ لوبغالي کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ دوام درلود.

په دې سیالیو کې د ګډون لپاره یو شمیر بهرني لوبغاړي هم کابل ته راغلي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید احمد هوتک امریکا غږ ته وویل، چې د کرکټ په لوبغالي کې حالت نورمال دی او د لوبغاړو تر منځ سیالۍ دوام لري.

د داعش خبري څانگې اعماق، رپوټ ورکړی چې دغه حمله ددې ډلې یو غړي کړې ده.

XS
SM
MD
LG