د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاملرنې پر موسسې برید پای ته ورسید


په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په کابل کې درې بریدونه ترسره شوي دي
په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په کابل کې درې بریدونه ترسره شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د پاملرنې په نوم د مرستې رسونې یوې امریکایي موسسې باندې په برید کې درې بریدګر وژل شوي او شپږ ملکیان ټپیان شوي دي.

په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت سره نږدې د تیرې ورځې د چاودنې او ځانمرګي برید وروسته تیره شپه ناوخته شاوخوا یوولس بجې ددغه ښار د شهر نو په سیمه کې وسله والو د مرستې رسونې یو دفتر په نښه کړ.

تیره شپه شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د پاملرنې پر خیریه بنسټ لومړی د موټربم ځانمرګی برید وشو او له هغې وروسته درې کسه وسله‌وال بریدګر د پاملرنې موسسې دفتر ته ننوتل او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د سهار تر لسو بجو جګړه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې دا برید نن شاوخوا لس بجې د دریو بریدګرو په وژلو پای ته رسیدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپانه کې راغلي چې په سیمه کې د پولیسو د ژغورنې په عملیاتو کې د لسو بهرنیو په ګډون ۴۲ تنه ملکي وګړي ژغورل شوي دي.

د پاملرنې د دغه دفتر سره نږدې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل دفتر هم موقعیت لري چې په دغه برید کې د ښاغلي نبیل دفتر ته هم مالي زیان رسیدلی دی.

مخکیني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې وسله والو بریدکوونکو په دغه برید کې مرسدس بنز موټر څخه کار اخیستی دی او د چاودیدونکو ډک دا موټر یې د پاملرنې د موسسې د دفتر دیوال سره جنګولی چې له هغې وروسته بریدکوونکي دغې موسسې دفتر ته ننوتل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل، چې بریدکوونکي دفتر ته له ننوتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل، چې بریدکوونکي دفتر ته د ننوتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه چې لا هم وسله وال مقاومت ته دوام ورکوي.

ښاغلي صدیقي وویل "دا لا څرګنده نه ده، خو کیدای شي چې شمیر یې یو دوه تنه وي چې ودانۍ ته ننوتي اوسي، زمونږ ځواکونه هڅه کوي چې ساحه تصفیه کړي".

هغه وویل، اوس هم د برید په ځای کې خال خال ډزې کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، د تیرې شپې راهیسې تراوسه له دغه دفتر څخه ۳۱ تنه ژغورل شوي دي.

صدیق صدیقي وویل، چې په دغه برید کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل، د دې برید قربانیان ملکي وګړي دي.

تراوسه لا کومې ډلې ددغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG