د لاس رسي وړ اتصالات

په وزیر اکبرخان کې په میلمستون برید پای ته ورسېد


امنیتي ځواکونو د شپږو ساعتونو جګړو وروسته ټول بریدکوونکی ووژل شو .
امنیتي ځواکونو د شپږو ساعتونو جګړو وروسته ټول بریدکوونکی ووژل شو .

د کابل ښار د وزیر اکبرخان مینې په پنځلسم سړک کې د هیټل پلازا هوټل په مېلمستون د تېرې شپې برید نن سهار وختي د څلورو ځانمرګو بریدکوونکو په وژلو پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل دا برید نن سهار په پنځو بجو او څلوېښتو دقیقو پای ته رسېدلی او دغه برید کوم ځاني زیان ندلی اړولی.

وسله والو برید کوونکو له امنیتي ځواکونو سره د شپږو ساعتونو لپاره جګړه غځولې ده او مقاومت یې کړی دی.

کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي ‪"برید د شپې په یوولسو بجو او پنځه څلوېښتو دقیقو پیل شو او د سهار په پنځو بجو او څلوېښتو دقیقو پای ته ورسېد، د خدای په فضل چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې."

صدیق صدیقي وايي، پدغه برید کې څلورو بریدګرو برخه درلوده او څلور واړه برید کوونکي له منځه وړل شوي دي.

عیني شاهدانو د وزیر اکبرخان مینې په سیمه کې امریکا غږ ته وویل دا برید کوونکي په یوه لکسس موټر کې دغه ځای ته په نظامي لباس کې تللي وو.

خو د کورنیو چارو وزارت پدې تړاو چې دوی څنګه او څه ډول دغه ځای ته تللي څه نه وايي د طالبانو د پسرلني عملیاتو عزم له پیل را وروسته په کابل کې دا څوم وار دی، چې برید کیږي او په تېره یوه میاشت کې دا دوهم وار دی چې یو مېلمستون په نښه کیږي.

تر دې وړاندې د کلوله پشتې په سیمه کې یو مېلمستون په نښه شوی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د وزیر اکبرخان مینې دغه برید دوی کړی دی.

د هیټل پلازا هوټل د وزیراکبرخان مینې په پنځلسم سړک کې د وزیراکبرخان مینې د غونډۍ په لمنه کې پروت دی.

تر دې وړاندې تېر کال د همدې مېلمستون ته څېرمه لبناني رسټورانټ هم تر برید لاندې راغلی وو.

XS
SM
MD
LG