د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پوهنې پر ریاست ډله ییز برید یو پولیس وژلی؛ ۱۶زخمیان دي


چارواکي وايي یو ځانمرګي د پوهنې ریاست مخې ته ځان الوزولی دی او نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي
چارواکي وايي یو ځانمرګي د پوهنې ریاست مخې ته ځان الوزولی دی او نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي

د ننګرهار د پوهنې د ریاست پر ودانۍ څلورو ځانمرګو بریدګرو ډله ییز برید کړی، یو پولیس وژل شوی او ۱۶ ملکيان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي برید نن د دوشنبې په ورځ (جون۱۱۱) شاوخوا لس بجې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په دویمه حوزه کې شوی.

د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي خبریالانو ته وویل چې بریدګر درې تنه وو چې ټول په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو.

نوموړي وویل چې لومړني پلي ځانمرګي دپوهنې د ریاست د ودانۍ په دروازه کې ځان الوزولی او دوه نور یې افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي.

هغه وویل د برید په ځای کې د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلی چې بیا وروسته دا موټر د پولیسو له خوا خنثی شوی دی.

نوموړي وویل چې یو پولیس او او لس ملکیان په دې پیښه کې زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د لومړینو معلوماتو له مخې څلورو بریدګرو غوښتل، چې د ننګرهار د پوهنې ریاست ودانۍ ته ننوځي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست یو چارواکي هم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې د دغه ریاست کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی او ټول کارکوونکي په مصون ډول د ریاست له ودانۍ بهر ایستل شوي دي.

خو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال امریکا غږ ته وویل، چې د برید له ځایه د دغه ریاست روغتون ته ۱۰ ټپیان وروړل شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. خو دمخه د ننګرهار د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د ممکنه ګواښونو له امله یو شمیر ښوونځي د کلنیو رخصتیو د پیل څو ورځې وړاندې رخصت کړي وو. ویلي وو.

د چپرهار ولسوالۍ چاودنه

چپرهار کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه ټپیان شول.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ ميرزا دين کلي کې نن سهار شاوخوا نهه بجېد مېلې پرمهال د ځای پر ځاي شوي ماين په چاودنه کې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پېښې درې ټپیان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او نهه نور ټپیان د ولسوالۍ په روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.

تراوسه د دغې چاودنې مسولیت هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG