د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د داعش په بریدونو کې ۴١ کسان ووژل شول


په دې برید کې لږ ترلږه څلویښت تنه وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي دي
په دې برید کې لږ ترلږه څلویښت تنه وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي دي

د کابل ښار په لویدیځ کې د تبیان پر فرهنګې مرکز د پنجشنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې لږ ترلږه څلویښت تنه وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي دي.

دا مرکز د افغان غږ آوا په نوم یو خبري آژانس هم اداره کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند وحید مجروح خبریالانو ته وویل چې په دې برید کې ټول ۴۱ تنه چې څلور ښځې او دوه ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي او ۸۶ تنه چې اته ښځې هم په کې شاملې دي ټپیان شوي دي.

د صدای افغان "اوا" د خبري اژانس مسؤل سید حسن حسیني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې په دې برید کې د تبیان فرهنګې مرکز دوه کارکوونکي وژل شوي او د "اوا " آژانس اته خبریالان ټپیان شوي دي، چې د دوو وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د مخه افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا برید د یو ځانمرګي بریدګر له خوا ترسره شوی چې له امله یې څلویښت تنه وژل شوي او دیرش نورټپیان شوي دي.

ښاغلي رحیمي وویل " کیدای شي چې دا شمیر بدلون ومومي".

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل چې قلعه ناظر په سیمه کې د ځانمرګي برید وروسته دوه مقناطسي بمونو چاودنې هم شوي چې د ښاغلي رحیمي پر وینا تلفات یې نه لرل او ټوله مرګ ژوبله د ځانمرګي برید په پایله رامنځ ته شوې ده.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې دا برید دغې ډلې له خوا نه دی شوی.

د کابل ښار د ننني ځانمرگي برید سیمه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

لومړني معلومات

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې نن لس نیمې بجې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د قلعه ناظر په سیمه کې یوه چاودنه شوې، چې له امله یې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې لا هم د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره پولیس په واک کې نه لري خو چاودنه په یوې مدرسې شوې ده چې خلک د تدریس لپاره په کې راټولیدل.

نصرت الله رحیمي وویل "دلته یوه مدرسه ده، د اواء خبري اژانس نه تائیدو او نه یې هم ردوو، دلته د سي بي ار دفتر یوه لوحه هم شته ده".

د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسماعیل کاووسي امریکا غږاشنا راډیوته وویل، چې لا تراوسه د کابل امبولانس له خوا روغتونونو ته د پنځه تنو جسدونه او یوویشت ټپيان لیږدول شوي دي.

د کابل د استقلال روغتون رئیس محمد صابر نصیب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پیښې له ځایه د یوولس تنو جسدونه او ۱۸ ټپیان دغه روغتون ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي نصیب وویل په ټپیانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.

د صدای افغان د خبري اژانس مسؤل سید حسن حسیني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدکوونکي د محصلینو یوې ناستې ته ننوتلي دي او ځانونه یې الوزولي دي.

ښاغلي حسیني وویل " ځانمرګی برید د صدای افغان د خبري اژانس په دفتر شوی، دلته د محصلینو یوه ناسته وه، ځانمرګی برید کوونکی د محصل په پلمه راغلی وو، ځان الوزولی دی او زیات محصلین یې وژلي دي".

اوا خبري اژانس بیا په خپلې ویبپاڼې باندې لیکلي دي، چې دا ځانمرګی برید د تبیان په مرکز او پدغه اژانس شوی دی.

ویبپاڼې دا هم ویلي، چې ځانمرګي برید د تبیان مرکز ګڼ شمېر کارکوونکي هم وژلي دي.

دغه آژانس د مړو شمیر دیرش تنه ښودلی، خو تراوسه دا شمیرنې په خپلواکه توګه تائید شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG