د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې ځانمرګي برید کې شپږ افغان سرتیري ټپیان شوي


دا برید نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې پوستې مخې ته شوی دی.
دا برید نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې پوستې مخې ته شوی دی.

هلمند ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د دغه ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدګر د ملي اردو یوې پوستې مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې شپږ امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، پېښه نن غرمه یولس نیمي بجې د نادعالي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځانمرګی موټر بم برید د "قاري" په نوم د ملي اوردو د یوه مرکز قره ول مخې ته شوی.

جنرال احمدزي وویل، چې په پېښه کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې خو کره جزئیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د هلمند یوه بل امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په پېښه کې د ملي پوځ ۶ سرتیري ټپیان شوي او څوک پکې ندی وژل شوی.

د هلمند ولایتي چاراکو خبریالانو ته ویلي، چې په دې برید کې څلور د ملي اردو او دوه د پولیسو سرتیري ټپیان شوي دي.

نادعلي ولسوالي د هلمند د ولایتي مرکز لښکرګاه په شمال ۵۰ کیلو مټرۍ کې موقعیت لري چې په ګڼو برخو کې يې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد چاڼيز عملیات له تیرودوو اونیو راهیسې دوام لري.

طالبانو رسنیو ته په یو استولي پیغام کې د دغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په برید کې ګڼ افغان سرتیري مړه او ټپیان شوي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په دغه بیان کې ویلي، چې دا برید د یوې زرې واسطې په مټ چې په زیاته اندازه چاودیدونکي توکې په کې ځاي پرځای شوي وو، د طالبانو د یو ځانمرګي بریدګر له خوا ترسره شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG