د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې ځانمرګي برید د لاریون ١٨ برخوال وژلي


دا ځانمرګی برید په لسو بجو او پنځلسو دقیقو شوی دی.
دا ځانمرګی برید په لسو بجو او پنځلسو دقیقو شوی دی.

په خوست کې د سرپرست والي په ضد په لاریون ځانمرګی برید شوی او د لومړنیو راپورونو له مخې پکې اولس تنه لاریون کوونکي وژل شوي دي.

په خوست کې د امریکا غږ خبریال ابراهیم رحیمي وايي، په هغه ځانمرگي برید کې چې د سرپرست والي په ضد په لاریون باندی شوی شاو خوا اتلس تنه وژل شوي دي.

د امریکا غږ خبریال وایي په برید کې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی همایون همایون هم ټپي شوی دی.

همایون همایون د ولسي جرګې د بل غړي کمال ناصر اصولي سره په ګډه د خوست د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د ګوښه کېدو لپاره له څو ورځو راهېسې لاریونونه تنظیم کړي وو.

د خوست د سرپرست والي ویاند مبارز ځدراڼ امریکا غږ ته ویلي، چې پدغه ځانمرګي برید کې د همایون همایون په ګډون څلوېښت نور لاریون کوونکي هم ټپيان شوي دي. د هغه په وينا په ټپیانو او وژل شوو کې ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې په دغه برید کې د همایون همایون ټپي کیدل تائید کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو کسانو شمیر اولس تنه او د ټپیانو شمیر ۳۷ تنه ښودلی دی.

دا ځانمرګی برید په لسو بجو او پنځلسو دقیقو شوی دی.

ویل کیږي، چې ځانمرګی پلی وو، او د لاریون په سر کې یې ځان لاریون کوونکو سره مل کړی او ځان یې الوزولی دی.

د امریکا غږ خبریال وايي، د خوست ښار تړل شوی او وضعیت سم نه برېښي.

وسله والو طالبانو پدغه برېد کې لاس لرل رد کړي دي.

همدا نن په خوست کې دوه لاریونونه روان وو، یو لاریون د ولسي جرګې د غړو په مشرۍ د والي په ضد او د هغه د لرې کېدو غوښتنه کوله. دوهم لاریون بیا د والي په ننګه روان وو او هغوی غوښتل چې سرپرست والي دې په خپل ځای پاتې شي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG