د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګي بردیګر د هلمند د ګرشک بازار صرافۍ مارکیټ ته ننوتي


افغان امنیتي چارواکي وایي ځانمرګي بریدګر نن سهار پنځه بجې د ګرشک د صرافۍ مارکیټ ته ننوتي او هغه ځایه یې برید پیل کړی.
افغان امنیتي چارواکي وایي ځانمرګي بریدګر نن سهار پنځه بجې د ګرشک د صرافۍ مارکیټ ته ننوتي او هغه ځایه یې برید پیل کړی.

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار وختي یو شمیر ځانمرګي بریدګر د ګرشک په ولسوالۍ کې د صرافۍ پنځه پوړیزې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه یې له افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړې، چې اوس هم دوام لري.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسمعیل خپلواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تراوسه افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دوه ځانمرګي وژل شوي او پاتې نور چې تر دریو یې اټکل کیږي لا هم په ودانۍ کې مقاومت ته دوام ورکوي.

محمد اسمعیل خپلواک وویل چې د کابل هرات لویه لار چې سهار د دغو بریدونو له امله تړل شوې وه اوس بیرته پرانیستل شوې ده.

د ګرشک په بازار کې د صرافۍ مارکیټ ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو یو دفتر هم شته دی.

د ګرشک ولسوال سلیم رودي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې سهار وختي برید کونکي د صرافۍ مارکیټ ته ننوتلي اود صرافۍ له ودانۍ څخه يې د ملي پوځ پر دغه کوچني مرکز بریدونه پيل کړي دي.

ولسوال رودي زیاته کړه چې د دې برید جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

امنیتي چارواکو د بریدګرو شمیر پنځه تنه ښودلی دی.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو یوه مطبوعاتي مسئول جګړن محمد کبیر امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د ځانمرګو برید کونکو له منځه وړلو لپاره د ضربتي او ځانګړو ځواکونو سرتیري سیمې ته رسیدلي او د سهار له پنځو بجو راهیسې هغوی سره یې جګړه پیل کړې ده.

جګړن محمد کبیر وويل "امنیتي سرتیري په احتیاط سره عملیات مخ ته وړي تر ځو دغه تجارتي مرکز ته زیان ونه رسیږي".

له ځانمرګو برید کونکو سره د جګړې له کبله د کندهار – هرات لویه لار هم د نن سهار راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د ګرشک ولسوالۍ چې په هلمند کې تر لښکرګاه وروسته په اقتصادي او امنیتي لحاظ مهمه ولسوالۍ ده د دغو روانو جګړو له امله بازار يې هم نن تړلی دی.

تیره شپه هم د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د ملي امنیت د اوپراتیفی ګروپ پر سرتیرو ځانمرګی موټر بم برید شوی چې چارواکي یوازې په کې د دوو تنو وژل کیدل او د درې نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار اسماعیل خپلواک امریکاغږ ته وويل چې د تیرې شپې په برید د دغه اوپراتیفي مرکز د منسوبینو امنیتي پوسته هم ویجاړه شوې ده.

خو ځینو خپلواکو منابعو خبریالانو ته ویلي چې پدې مرکز کې ټول اوښتي تلفات تر هغه ډير دي چې امنیتي چارواکي يې ښيي.

بلي خواته وسله والو طالبانو د یخچال د برید مسئولیت اخیستی او د ملي امنیت د اوپراتیفي سرتیرو ته چي په سیمه کې په سونګریانو مشهور دي د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې ده.

له دې سربیره د ګرشک ولسوالۍ پر امنیتي کمر بند هم نن سهار وسله والو طالبانو بیا پراخ بریدونه پيل کړي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو یوه مطبوعاتي مسئول جګړن محمد کبیر وایي چې پارچاو، ده ادم خان، دهمزنګ ،اوپاشک ، اوبازانو کلي پر امنیتي کمربند طالب وسله والو بریدونه پيل کړي چي افغان ځواکونو يې پرضد جګړه پيل کړي.

نوموړی وايي چي هوايي قواوو هم د وسله والو د بریدونو د لمنځه وړلو لپاره هوايي بریدونه پيل کړي دي

وسله والو طالبانو لا د ګرشک د صرافۍ په مارکیټ او د دغې ولسوالۍ په امنیتي کمربند باندې د خپلو عملیاتو د پیل په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG