د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ۱۸ کسه د جنازې په مراسمو کې ووژل شول


تراوسه لا د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
تراوسه لا د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ننګرهار د ولایت مرکز جلال اباد ښار ته څیرمه د مقام خان په سیمه کې د یکشنبې د غرمې وروسته د جنازې په مراسمو کې یو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې اتلس تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل "د یکشنبې په ورځ پاو باندې دوه بجې یو ځانمرګي بریدګرد بهسودو د ولسوالۍ د مقام خان په سیمه کې د جنازې په مراسمو ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې اتلس تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي."

ښاغلي خوږیاڼي وویل چې برید د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د پخواني ولسوال حاجي ګل ولي د جنازې په مراسمو کې شوی دی.

د چاودنې د ځاې ویډیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

خو د ننګرهار د عامې روغتیا د ریاست ویاند انعام الله میاخیل امریکا غږ وویل، چې د برید له ځایه دولس مړي او څلوارلس ټپیان په جلال اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست روغتون وروړل شوي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي چې د برید له ځایه یې لیدنه کړې وايي، د پیښې یو ساعت وروسته هم د برید په ځای کې په وینو لړلې لونګۍ، څپلۍ ،بوټان او جای نمازونه لا هم پراته وو.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG