د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه کې پولیسو دوه ټپي بریدګر نیولي


پولیس وايي، دوه ځانمرګو بریدګرو باندې د چاودیدونو توکو ډک موټر چاودلی، چې له امله یې دواړه ټپیان شوي.
پولیس وايي، دوه ځانمرګو بریدګرو باندې د چاودیدونو توکو ډک موټر چاودلی، چې له امله یې دواړه ټپیان شوي.

هلمند ولایتي چارواکي وایي، نن د پنچشنبې په ورځ ( وږي ۲۲ مه)د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې دوو ځانمرګو بریدګرو غوښتل، چې د دغه ښار په ګڼ میشته سیمه کې برید ترسره کړي، خو د هدف وړاندې د بریدګرو موټر چاودنه کړې، چې دواړه بریدګر یې ټپیان کړي دي.

پېښه نن غرمه ۱۲ بجې د لښکرګاه ښار د لمړی حوزې د سولې چوک ته څېرمه رامنځ ته شوې.

د هلمند د امنیت امر سمونوال ګلي خان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې برید کونکو غوښتل موټر بم برید د لښکرګاه ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې وکړي، چې هدف ته د رسیدلو وړاندې موټر چاودیدلی دواړه بریدګر او یو ملکي وکړی يې ټپیان کړي.

سمونوال ګلي خان وویل، چې له چاودیدونکو توکو ډک موټر د تګ پر مهال خپله چاودنه کړې چې پکې سپاره ۲ برید کونکې ټپیان شوي، چې په ټپی حالت کې د امنيتي سرتیرو له لوري نیول شوي.

ښاغلي ګلي خانوویل "کوم معلومات چې ماته رسیدلي ښیي چې برید کوونکو غوښتل په لښکرګاه کې برید تر سره کړي چې خپله پر دوی چاودیونکو توکو چاودنه کړې یو ملکي کس هم ټپي شوی او دوه برید کونکې هم ټپیان دي چې اوس روغتون کې دي او وروسته به پلټنې بشپړه شي".

خو د هلمند مطبوعاتي دفتر د یوې اعلاميې په خپرولو سره وايې چې پلټونکی ټیم په سیمه کې دی او د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر زیاته وي"د امنيتي ځواکونو د څېړنې ټيم ساحې ته رسېدلی، ترڅو د چاودنې څرنګوالی معلوم کړي، چې ایا چاودېدونکي توکي موټر کې ځای پر ځای شوي وه، چسپکي ماين وو او که بريدګر په ځان پورې انفجاري توکي تړلي وه، ځکه د چاودنې موټر بشپړ ندی تخریب شوی).

تر اوسه چا د دې پېښي مسئولیت هم په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG