د لاس رسي وړ اتصالات

پر گرشک ولسوالۍ ډله ییز برید پای ته ورسید


د ګرشک ولسوالۍ د هلمند له مرکزڅخه ۵۰ کیلو میتره لرې شمالي طرف ته د کندهار – هرات د لويې لارې پر سر پرته ولسوالي ده.
د ګرشک ولسوالۍ د هلمند له مرکزڅخه ۵۰ کیلو میتره لرې شمالي طرف ته د کندهار – هرات د لويې لارې پر سر پرته ولسوالي ده.

د ګرشک پر ولسوالۍ ډله ييز ځان وژونکی برید د ۱۰ برید کوونکو له وژنې وروسته پای ته ورسید. په برید کې ۳ افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي. همداشان د چارواکو په وینا ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي چې امنیتي کسان هم پکښې شته.

امنیتي مقامات وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې ټول ځانمرګي برید کوونکي بهرني اتباع وو.

په ګرشک کې د ځانمرګو برید کوونکو او حکومتي قواو ترمنځ جګړې ۱۲ ساعته دوام وکړ.

په هلمند کي د امنیتي قواو د همږغی مشر تورنجنرال عبدالجبار قهرمان اشنا رادیو ته وويل چي ۱۰ لس واړه برید کوونکي پاکستاني او چيچنیايي وګړي وو او هیڅ یو افغان پکښې ګډون نه درلود.

ښاغلي قهرمان وایي له لسو تنو ځانمرګو برید کوونکو څخه يې یو شمېر د امنیتي قواو له لوري په نښتو کي وژل شوي او ځینو نورو يې بیا په ځان پوري تړلي چاودیدونکي توکي چولي دي.

عیني شاهدان وايي چي برید کوونکو د افغان ځواکونو یونیفارم په تن کړی و.

د گرشک ولسوالي د نفوس او جغرافیوي موقعیت له پلوه تر لښکرګاه وروسته په هلمند کي تر ټولو مهم ښارګوټی ګڼل کیږي.

ګرشک د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه ۵۰ کیلو میتره لرې شمالي طرف ته د کندهار – هرات د لويې لاري پر سر پرته ولسوالي ده.

د ګرشک ولسوالۍ د جګړې له کبله تر ۴ زره زیات مسافر چي د هرات - کندهار او کابل پر لوري يې سفر نن سهار پيل کړی و، بند پاته وو.

د احمد شاه بابا ابدالي بس ترانسپورت یو استازي حاجي اغاجان امریکا غږ ته وويل چې د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو څخه د کابل پر لور او له کندهار څخه د یادو ولایتونو پر لور د دوی ۳۲ له سپرلیو ډک موټر بند پاته دي.

ښاغلی قهرمان پدي اړه وايي چي دوی د ممکنه ملکي مرګ ژوبلي د مخ نیوي لپاره لار د جګړې تر ختم پوري تړلې وه.

بلخوا وسله والو طالبانو د برید مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په لیږلي تلیفوني پیغام کي ويلي چي د دوی د ملګرو له لوري لاهم جګړه په شدت سره مخ ته وړل کیږي.

د ګرشک څنګ ته سنګین ولسوالۍ کې له تیرو ۲ میاشتو راهیسې سخت جنګونه لاهم دوام لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG