د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د مهاجرینو پر ریاست باندې ډله ییز برید پای ته ورسید


د جلال اباد ښار په درییمه حوزه کې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د ریاست پر ودانۍ د برید وروسته سیمه پولیسو کلابنده کړې ده
د جلال اباد ښار په درییمه حوزه کې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د ریاست پر ودانۍ د برید وروسته سیمه پولیسو کلابنده کړې ده

د ننگرهار ولایت مقامات وایي چې د درییم بریدگر په وژلو سره د ننګرهار د مهاجرینو پر ریاست باندې ډله ییز برید پای ته ورسید.

د ننگرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوگیاڼي ویلي دي چې پدې برید د ملکي وگړو په گډون د دریو ترهگرو په گډون ١٥ تنه وژل شوي او ١۴ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چې په قربانیانو کې ملکي وگړي او امنیتي منسوبین شامل دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د ننگرهار د امنیه قوماندان غلام سنایي ستانکزي له خولې لیکلي دي چې پدغه برید کې دوه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې دغه برید د جلال اباد ښار درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د کډوالو په ریاست نن نږدې ۱۲ بجې پیل شوی و.

ښاغلي خوږیاڼي وویل، چې د برید پر وخت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو په ریاست کې د دغه ریاست د همکارو موسسو ترمنځ یوه غونډه روانه وه.

هغه وویل، چې د مهاجرینو اود ستنیدونکو چارو ریاست رئیس او شمیر کارکوونکي د برید په پیل کې له ودانۍ څخه خوندي ځای ته لیږدول شوي دي.

د ننگرهار د عامې روغیتا د ریاست د ارقامو له مخې په ننگرهار کې په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا ١٧٢ تنه وژل شوي او ٥٠۴ تنه نور ټپیان شوي دي. پدغو ارقامو کې ملکي او نظامي کسان شامل دي.

مخکني معلومات

ښاغلي خوږیاڼي وویل، چې د چاودنو له امله د ریاست ودانۍ اور اخیستی دی.

دا نده څرگنده شوې چې بریدگر څو تنه دي، خو اسوشیتید پرس اژانس د ننگرهار د امنیه قوماندان غلام سنایي ستانکزي په قول لیکلي دي چې تر اوسه افغان امنیتي قواو دوه تنه بریدگر وژلي دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي دي چې دوه افغان پولیس هم په برید کې ټپیان شوي دي.

هغه وویل، چې په دغه برید کې یو بریدگر لومړي د برید په پیل کې ځان الوزولی او نور بریدگر دننه ودانۍ ته ننوتل.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه د برید له ځایه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست روغتون ته یوولس ټپیان وروړل شوی دي.

تر اوسه د برید پړه کو چا او یا کومې ډلې نده منلې، خو دمخه ورته بریدونه پدې ولایت کې طالبانو او د داعش ډلې کړي دي.

ابتدایي معلومات

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغه ولایت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د ریاست پر ودانۍ ډله ییز برید تائید کړاو ویې ویل، چې د برید په سر کې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او نور، چې شیمر یېلا څرګند نه دی دغې ودانۍ ته ننوتي او د امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړې ده.

عیني شاهدان وايي، د یوې لوی چاودنې وروسته په سیمه کې د سپکو وسلو ډزې اوریدل کیږي.

تراوسه ولایتي چارواکوپه دغه برید کې د سر د پیښ شوي زیان په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د برید ځای یې محاصره کړی دی.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG