د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجریا په یو جومات کې ځانمرگي ٥٠ تنه ووژل


عکس ارشیف: د بوکوحرام ډلې دمخه هم په نایجریا کې په جوماتونو کې ورته ځانمرگي بردیونه کړي دي
عکس ارشیف: د بوکوحرام ډلې دمخه هم په نایجریا کې په جوماتونو کې ورته ځانمرگي بردیونه کړي دي

د نایجریا د شمال ختیځ په یو جومات کې د سه شنبې په ورځ یو تنکي ځوان ځانمرگی برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ٥٠ تنه ووژل شول.

د نایجریا د پولیسو ویاند عثمان ابوبکر د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې دغه ځوان بریدگر د اداماوا ولایت د موبی په ښار کې د سهار د لمانځه پر وخت پر ځان تړلي مواد وچول.

ښاغلي ابوبکر وویل چې ددې پیښې د ټپیانو پوره شمیره نده څرگنده شوې ځکه چې څو روغتونونو ته انتقال شوي دي. ددغه برید پړه سمدستي کومې ډلې نده منلی خو نایجریایي مقامات گمان کوي چې دغه برید به د بوکوحرام د سخت دریځه ډلې کار وي.

بوکوحرام د خپلو بمي بریدونو لپاره د تنکیو ځوانو نایجریایي هلکانو او نجونو نه استفاده کوي. د رپوټونو له مخې اکثر دغه ځوانان د بوکوحرام ډلې تښتولي دي. د بوکوحرام ډله د اداماوا ولایت په گاونډ کې د بورنو په ولایت کې فعاله ده او دمخه هم په دې ډول بریدونو تورنه شوې ده.

د بوکوحرام سخت دریځه ډله د نایجریا د تیرې یوې لسیزې په تاوتریخوالي کې د څه دپاسه ٢٠ زرو کسانو په وژلو او د میلیونو نورو وگړو په بې ځایه کولو تورنه ده چې په سیمه کې یې یو ستر بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG