د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د استقلال په لیسه کې ځانمرګی برید


ارشیف
ارشیف

د کابل ښار د استقلال د لیسې د فرانسې د کلتوري مرکز په تالار کې پداسې حال کې چې د ځانمرګو بریدونو د غندنې تیاتر روان وو، ځانمرګی برید شوی دی.

ځانمرګی توانېدلی چې د لیسې د امنیتي کمربندونو تېر شي او ځان تالار ته ورسوي، یوه عیني شاهد امریکا غږ ته وویل ځانمرګی یې د دتالار په برنۍ څوکه کې ولیده، او لږه شیبه وروسته ځانمرګی وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل دا ځانمرګی په پنځه نیمې بجو شوی دی، او په ویناء یې یو کس پکې وژل شوی او له پنځلسو نه تر شلو پورې پکي ټپي شوي دي.

خو یو عیني شاهد چې لا هم د استقلال په لیسه کې و، وویل ده دوه تنه ولیدل چې وژل شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال ایوب سالنګي وژل شوی، بهرنی تبعه ګڼلی دی.

جنرال سالنګي امریکا غږ ته ویلي، چې ځانمرګی تنکی ځوان و او ښايي عمر یې تر شلو کلونو نه وي اوښتی.

ددغه تیاتر نوم و، "له ځانمرګي وروسته چوپتیا"

یو عیني شاهد وویل د تالار ترڅنګ د استقلال د لیسې په دهلیز کې د هغو انځورونو نندارتون هم و، چې د تېرو جګړو او په تېره بیا د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو نه ښکل شوي وو.

د ډیسمبر له لسمې چې د بشر د حقونو نړیواله ورځ ده، د بشر د حقوقو د نمانځنې یوه اونۍ ونمانځل شوه.

د استقلال په لیسه کې دا ځانمرګی پداسې حال کې شوی، چې نن د کابل ښار په بله څنډه کې سهار وختي د ملي دفاع د وزارت په مامورینو هم ځانمرګی برید شوی و.

پدغه ځانمرګي برید کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG