د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان کې د داعش ۱۵۰ جګړه ماران تسلیم شوي- دفاع وزارت


د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د داعش ډلې ۱۵۰ جنګیالي د دغه ولایت په درزآب ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جوزجان د پولیسو د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشې امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په شمال کې د داعش ډلې مهم قومندان حبیب الرحمان او د مفتي نعمت‌الله په نوم د هغه مرستیال په تسلیم شویو کسانو کې شامل دي.

ښاغلي خاشې زیاته کړه "د اطلاعاتو له مخې په تسلیم شویو کسانو کې بهرنیان هم شته".

د هغه پر وینا د داعش ډلې دغو جنګیالیو خپل پوځي تجهیزات هم افغان حکومت ته سپارلي دي.

په همدې حال کې وسله‌والو طالبانو ادعا کړې، چې په جوزجان ولایت کې یې د داعش ډله له منځه وړې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو بیان کې ویلي، چې په جوزجان ولایت کې یې له تیرو څو ورځو راهیسې د "داعش فتنې" پر ضد پراخ عملیات پیل کړي اودغې ډلې ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو په بیان کې راغلي "د عملیاتو په لړ کې د داعشي ملیشو په صفوفو کې د دوی لسګونه مهم مشران او د سر خلک هم وژل شوي دي".

طالبانو هم تائید کړې، چې د داعش ډلې ۱۵۲ جنګیالي افغان حکومت ته اوښتي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، چې دغه شمیر داعشیان د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې تسلیمېدو ته اړ شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپور شوي بیان کې راغلي "د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې په وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فشارونو او سختو ګوزارونو له امله، په درزاب کې د داعشیانو مشر مولوی حبیب‌الرحمان او مرستیال یې مفتي نعمت‌الله له خپلو ۱۵۰ څخه زیاتو لاس لاندې کسانو او سپکو او درنو وسلو سره د ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شوي دي".

د جوزجان ولایت چارواکي وايي، چې حکومت ته د داعش ډلې په تسلیمیدو سره به په دغه ولایت کې پنځوس فیصده امنیتي ګواښونه راکم شي.

د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري امریکا غږ – آشنا ته وویل، ټاکل شوې چې د داعش ډلې یو شمیر نور جنګیالي هم دولتي ځواکونو ته تسلیم شي.

هغه زیاته کړه "دوی ۱۵۰ کسه نه دي له ۳۰۰ څخه زیات دي".

په شمال کې د داعش ډلې د قومندان مرستیال مفتي نعمت‌الله شاوخوا درې کال مخکې له خپل ۲۲۰ کسانو سره دولتي ځواکونو ته تسلیم شوی وو، خو نوموړی ترکیې ته د جنرال دوستم له سفر وروسته له داعش ډلې سره یو ځای شو.

په دې وروستیو کې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې یو شمیر ښځو ادعا کړې، چې د مفتي نعمت‌الله کسانو ورباندې جنسي تیری کړی دی.

د داعش ډلې تر اوسه د دغو ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG