د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۳ اوړی په تېرو ۲۰۰۰ کالونو کې تر ټولو ګرم و - څېړنه


د یوې نوې څیړنې له مخې چې د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴(غويي ۲۵ ) خپره شوه، ویل شوي دي چې د ځمکې په نیمه شمالي کره کې د ۲۰۲۳ کال اوړی په تیرو ۲۰۰۰ کلونو کې ترټولو ګرم و.

ساینسپوهان وايي شواهد شته چې د انسان په لاس پیدا شوی د قلیم بدلون د ځمکې په مخ د بې سارې تودوخې لامل ګرځېدلی دی.

د دې څیړنې لیکوال او د جرمني د جوهانس ګوتنبرګ په پوهنتون کې د اقلیم د څانګې استاد ین اسپر فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د انسانانو له خوا د شنو خونو د ګازونو زیاتیدونکي تولید دا وضعیت رامنځ ته کړی دی.

د ټولې نیمه شمالي کرې څخه د راټولو شویو معلوماتو له تحلیل وروسته، ساینسپوهانو وموندله چې د ۲۴۶ میلادي کال راهېسې تېرکال تر ټولو ګرم اوړی لره.

ساینسپوهانو دا هم وموندله چې په تیرو ۲۰۰۰ کلونو کې ترټولو سوړ دوبی هم د ۲۰۲۳ کال د دوبي په پرتله څلور درجې سانتي ګراد سوړ و.

اسپر وویل چې د ځمکې د اتموسفیر د تودوخې د مخنیوي یوازینۍ لار د شنو خونو د ګازونو د تولید کمول دي. هغه وویل: «څومره چې په دې برخه کې ځنډو کوو، هماغومره دا کار ستونزمن کېږي او ګرانېږي.»

یوه بله څیړنه چې د سه شنبې په ورځ د طبیعت په ژورنال کې خپره شوه، په کې خبرداری ورکړل شوی چې د ځمکې د تودوخې زیاتیدل به تر ۲۰۵۰ کال پورې په نړۍ کې د پاخه عمر میلیونونه انسانان د سختې ګرمۍ له خطر سره مخامخ کوي.

د دغې څېړنې له مخې اوس د نړۍ ۱۴ سلنه مسن خلک له ۳۷.۵ درجې سانتي ګراد څخه په لوړه تودوخه کې ژوند کوي او په ناروغیو د اخته کېدو او د مرګ له خطر سره مخامخ دي. په راتلونکو ۲۵ کلونو کې به دغه شمېره نوره هم زیاته شي او په ځانګړي توګه په اسیا او افریقا کې به۲۳ سلنه لوړه وي.

د دې څېړنې لیکوال او د اروپا-مدیترانې د اقلیم بدلون په مرکز کې محقق ګیاکومو فالچیتا وايي، که څه هم ۲۰۵۰ کال ډېر لرې ښکاري، خو هغه کسان چې نن ۴۰ کلن دي،هغه وخته به ۶۵ کلن وي او د تودوخې د دغې څپې په وړندې به اسیپ پذیر وي.

دغه څېړونکی وايي چې د مسنو خلکو د شمېر د زیاتېدو او د انسانانو د زړښت مخنیوی ممکن نه دی، خو د شنو خونو د ګازو په کمولو سره به تر یوه حده په ایند کې د پاخه عمر لرونکو انسانانو حفاظت وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG