د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږم ځل لپاره د سوپربال په گټلو د نیوانگلنډ ټیم تاریخي بریا


د سوپربال په نامه د امریکایي فوټبال د قهرمانۍ په لوبه کې د نیوانگلنډ پتریوتز ټیم د یکشنبې په شپه ١٣ د ٣ په وړاندې د لاس انجلس رمس لوبډلې ته ماته ورکړه.

د پتریوتز ټیم د ٢٠١٩ کال د فبرورۍ د دریمې نیټې پدغه بریالیتوب سره چې د اتلانتا ښار د مرسدس په ستدیوم کې یې ترلاسه کړ د شپږم ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سوپربال اتل شو.

د اتلانتا ښار د مرسدس ستدیوم
د اتلانتا ښار د مرسدس ستدیوم

​د سوپربال د تیرې شپې په لوبه کې سیالو ټیمونو ددغه جام په تاریخ کې تر ټولو لږې نمرې جوړې کړې.

پدې لوبه کې د نیوانگلنډ د پتریوتز د ټیم کوارټربک تام بردي یو نوی ریکارډ ټینگ کړ او د شپږم ځل لپاره یې یو سوپر بال ترلاسه کړ.

د امریکایي فوټبال وروستۍ لوبه چې د سوپربال په نامه یادیږي نه یواځې د امریکا تر ټولو ستره ورزشي پیښه ده بلکه د سوداگریزو اعلانونو له اړخه ستر تجارتي اهمیت هم لري.

د امریکایي فوټبال په لومړي لیگ کې ٣٢ کلپونه شامل دي چې ١٦ یې په یو گروپ کې او ١٦ نور یې په بل گروپ کې سیالي کوي. د امریکایي فوټبال په هر ټیم کې ١١ لوبغاړي لوبیږي.

XS
SM
MD
LG