د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې د تېرې اونۍ د شپږو قاضیانو د موافقو او د دریو قاضیانو د مخالفو رایو له پریکړې وروسته چې له مخي یي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ۱۹۷۷ کال د قانون له مخې لګول شوي پراخ نړیوالې تعرفې غیرقانوني کوي، ولسمشر یو ځل بیا دې ته اړ کړ چې ستره محکمه او د هغې پر پریکړې نیوکه وکړي.
ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې د دې اقدام په ځواب کې، یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې په موقتي توګه یې د بل قانون له مخې د نړۍ په کچه ۱۰ سلنه تعرفه ولګوله، بیا یې د شنبې په ورځ دا کچه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه.
د سترې محکمې پریکړه په هغو تعرفو تمرکز کوي چې ولسمشر د نړیوال بیړني اقتصادي صلاحیتونو د قانون (IEEPA) نه په استفادې وضع کړي. په دې قانون کې یو شمیر پراخې "متقابلې" تعرفې شاملې دي چې ولسمشر په لسګونو هیوادونو باندې لګولي دي.
د سترې محکمې پریکړه په ځانګړي ډول د ولسمشر ټرمپ لخوا د IEEPA قانون لاندې د لګول شویو هغو تعرفو پلي کول بندوي، چې په ټوله نړۍ کې د حکومت لخوا د لګول شویو ټولو تعرفو ۷۰ سلنه جوړوي.
د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ د پراختیا د قانون ۱۲۲ ماده ولسمشر ته دا واک ورکوي چې تر ۱۵۰ ورځو پورې تر ۱۵٪ پورې نړیواله تعرفه ولګوي، که څه هم کانګرس کولی شي دا وغځوي.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشیل کې ولیکل "د متحدو ایالتونو سترې محکمې ... په تصادفي او غیرارادي توګه ما ته د امریکا د ولسمشر په توګه، د دوی د مسخره، احمقانه، او ډیر تفرقه اچونکي نړیوال حکم څخه دمخه ډیر واک او ځواک راکړی. ... محکمې نور ټول تعرفې هم تصویب کړې دي ... او دوی ټول د هغو تعرفو په پرتله چې په پیل کې کارول شوي وو، په قانوني ډاډ سره په ډیر قوي او کرغیړن ډول کارول کیدی شي."
ولسمشر ټرمپ همدارنګه لیکلي: "زموږ بې کفایته سترې محکمې د غلطو خلکو لپاره ښه کار وکړ او د دې لپاره دوی باید په ځان وشرمیږي (خو نه هغه درې [قاضیانو چې مخالفه رایه وکړې]!). خو دا ستره محکمه به د غلطې پایلې ته د رسیدو لپاره یوه لاره ومومي، هغه چې چین او نور بیلابیل هیوادونه به بیا خوشحاله او بډایه کړي. پریږدئ چې زموږه ستره محکمه داسې پریکړې وکړي چې زموږ د ملت راتلونکي ته ډیرې بدې او زیان رسونکې دي - زه یو دنده لرم چې ترسره یې کړم. امریکا بیا با عظمته کړئ!"
د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر د یکشنبې په ورځ، وویل چې د ټرمپ ادارې د تعرفې پالیسي به دوام ومومي.
هغه د ABC شبکې سره په مرکه کې وویل: "د دې پلي کولو لپاره ښایي قانوني وسایل بدلون ومومي، خو پالیسي نه ده بدله شوې. او له همدې امله، موږ هڅه کوو چې دا دوام ورکړو. اوسنۍ تعرفې ۱۵سلنه دي. دا تقریبا ورته تعرفه ده چې موږ د IEEPA په اساس درلودله."
فورم \ دبحث خونه